(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) الماس خدرخیل
د برما اراکين ولايت څخه يو شمير مسلمان کډوال د دغه هېواد د پوځ او بودايانو د تشدد له امله بنګلديش ته تښتېدلي دي.
ياد کډوال د بنګلديش په يوه کمپ کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي، دوی وايي چې د ميانمار پوځ ورته کورونه او جوماتونه ټول وسوځول او دوی دلته راکډه شول.
د تازه راپورونو له مخې د برما يا ميانمار پوځ د اراکين ولايت کې عمليات ترسره کړي، چې ګڼ شمير روهينګا مسلمانان يې وژلي او کورونه يې ورته سوځولي دي.
له دغې ولايت څخه کوچيدلي کډوالو بي بي سي ته وویل، هلته د برما پوځ پر مسلمانانو سخت ظلمونه کوي او اراکين ولايت يې د ځمکې پر سر دوزخ بللی دی، دوی زياتوي چې له دغه سيمې زرګونه مسلمانې کورنۍ کډې کولو ته اړيستل شوي دي.
د میانمار (برما) ایالت مسلمان کډوال اوس د بنګله دیش په سرحدي سیمو کې په ۴ پنډغالو کې ځای پر ځای شوي دي، چې له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي، په ځینو راپورونو کې ویل شوي دوی د ډوډۍ له نیشتوالي سره سره په سیمه کې د اوبو په ارمان هم دي، یواځې د بارني اوبو له ډنډونو څخه استفاده کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، په تېرو شپږو اونیو کې د مسلمانو روهینګا وګړو تر ۱۲۰۰ ډېر کورونه د ميانمار د پوځ او بودايانو له خوا ویجاړ کړل شوي دي.
ويل کېږي، په اراکين ولايت کې د برما حکومت نړیوالو رسنیو ته په ورتګ بندیز لګولی دی.
د بشري حقونو د څار ډلو وړاندې ویلي وو، د سټلایټ په مټ یې داسې اخیستل شوي انځورونه ترلاسه کړي، چې ګني په درو کلیو کې د ۴۳۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د برما حکومتي چارواکي وايي، روهینګا پخپله خپلو کورونو ته د نړیوالو د پام اړولو په خاطر اور ورته کړی، خو د عفوې نړیوالې مؤسسې او د بشري حقونو ادارې وایي، چې د روهینګیا مسلمانانو په خلاف تشدد او تشدد ته د ددې حکومت لخوا لمن وهل کیږي ځکه چې په بورما کې د قومي اقلیتونو سره بده رویه اوږده سابقه لري.
















