په شپږمه ورځ هم اسرائيل د اور په لمبو کې سوزي

(کابل ټکی کام لیندۍ۷) زرغون خوږیاڼی
د اسرائيلو په حیفا ښار کې بل شوي اورونه لا هم خپلې اور ورینې شغلې پر مخ بیايي، د حیفا ۱۳ ښارګوټي د اور خوراک شوي دي، چې په کې پوهنتونونه، ښوونځي، پوځي مرکزونه، د بوډاګانو د ساتلو ځایونه او همدارنګه په سلګونه کورونه شامل دي.
د تېرې سې شنبې په ورځ بل شوی اور نن شپږمې ورځې ته ورسید، اسرائيلي مشر نتنیاهو وسله وال پوځ ته د احتمالي جګړې او چورچپاول خبر داری ورکړی او ورته یې د تیارسۍ امر کړی دی.
همدارنګه د اسرائیلو په جوریسلم ښارګوټي کې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم ته هم اور رسیدلی، چې په کې د اسرائيلو دفاعي ځواک هم زیانمن شوی دی.
نتنیاهو ویلي، چې د اور اچونې پيښه یو قصدي عمل دی او اور اچونکو سره به د ترهګرو په څیر عمل وکړو. تر اوسه اسرائيلي پولیسو په دې تړاو ۲۰ فلسطینیان نیولي دي؛ خو فلسطیني مشر محمود عباس په دغه پيښه کې د خپل ولس لاس لرل رد کړي، (څه چې سوځي زموږ ونې او زموږ هېواد فلسطین دی).



