دوستم چې سیاسي سیال برمته کولای شي، سیاسي مشر به هم برمته کړي

 تبصره

دوستم د تیرې جمعې په ورځ د بزکشۍ(وزلوبې) پرمهال د خپل ګوند یو سیاسي مشر احمدایشچي په خپلو ډانګمارانو ډبولی او وروسته له ډبولو یې برمته کړی دی.

احمدایشچی هم د جوزجان او د دوستم د ګوند یو مشر په سیمه کې منلی شخص دی؛ خو د دوستم له نظره بد راغلی او خپل زور یې ورته وروښود.

دا لومړی ځل دی چې په جوزجان کې  په شوې پیښه د دوستم پرخلاف مظاهره وشوه، مظاهره کوونکو چې د دوستم د کور مخې ته راټول شوي وو ویل ېې، خپله چې دوستم پر اشرف غني او ډاکټر عبدالله نیوکې کوي هغه حقیقت بولي او چې پر ده احمد ایشچي نیوکې وکړې نو یې د احمد ایشچي بې غزتي وکړه او بالآخره یې برمته کړل.

که د احمد ایشچي پلویانو د هغه ننګه وکړه او له دوستمه یې د هغه پوښتنه وکړه، نو د بیا لپاره به دوستم د بل سیاسی رقیب د ډبولو او برمتې اراده ونه کړي؛ خو که د احمد ایشچي پوښتنه ونه شوه، نو بیا خو د دوستم زورواکي نوره هم لمن پراخولای شی، بیا خو یې په شمال کې څوک ځواب نه شي ویلی او هغه ورځ هم لرې نه ده  چې ډاکټرعبدالله او  اشرف غني هم د ډبولو وروسته برمته کړي.

غني  سره د د وستم په اړه فکر شته او د هغه کارنامه ورته یاده ده، چې د ډاکټرنجیب سره یې څه وکړل، ځکه خو ورته په ارګ کې واک نه ورکوي یواځې په لومړۍ مرستیالۍ یې خوشحاله کړی دی.

که حقیقت ته لږ څه ژور نظر وشي، اشرف غني د ارګ راچاپیره یارانو برمته کړی دی. د اطلاعات او کلتور د مستعفی وزیر جهاني خبره پرځای ده چې ولمشر څه چې ټوله د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارګ یارانو برمته کړې ده؛ خو که دوستم د اشرف غني د ډبولو او برمتې نیت بد کړ، بیا به یې یو درځن سلاکاران او مشاورین هم ترینه خلاص نه کړي.

 په سرتمبګۍ او ډغرو وهلو کې دوستم په شمال کې د ځان سیال نه ګوري، چې مخې ته یې ودریږي؛ خو په سیاسي لحاظ یې بیا بایلودې ده، یو سیاسي ملګری هم نه لري چې له ډغرو وهلو وروسته د حکومتولۍ مشوره ورکړي، که دا تشه نه وای اوس به یې له احمد ایشچي د مخه اشرف غنی ډبولای او برمته کړای وای.

تر اوسه پورې خو د احمد ایشچي پلویانو د دوستم پرخلاف یواځې په لاریون کولو سره عکس العمل وښود، که مسئله حل نه شوه کیدای شي د احمد ایشچي پلویان هم ډغرو وهلو ته ځانونه تیارکړي، ځکه احمد ایشچي هم جوزجانی او هم د جنبش قومي مشر دی؛ خو د معلوماتو له مخې دوستم په خپلو کړو پښیمانه دی او نه غواړي خپل مقابل کې مخالفت پیداکړي او که یې د ډبولو خوند ولید هغه ورځ به هم راشي چې لومړی اشرف غنی بیا عبدالله او ورپسې د ګډوله حکومت د دواړو مشرانو دوه درځنه سلاکاران هم له ډبولو وروسته برمته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button