کاناډا: د هوايي ځواکونو جیټ الوتکه غورځيدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۹) زرغون خوږیاڼی
د کاناډا مطبوعاتو ویلي، چې په البرټا ښار کې د ددغه هیواد د هوايي ځواکونو جیټ الوتکه غورځيدلې ده.
د کاناډا دفاع وزارت ویلي، چې د اوتاوا هوايي ډګر « CF-18 » ډوله جیټ الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال غورځیدلې او پیلوټ یې وژل شوی دی، دفاع وزارت ددې پيښې په اړه ژور خفګان څرګند کړی دی.
د کاناډا د هوايي ځواک مشر میچیل هووډ، د الوتکې د غورځیدو پيښه تائيد کړې ده، « دا د کاناډا د شاهي هوايي ځواک لپاره یوه ډيره خواشینونکې ورځ ده، او یقیناُ زما د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام به د پیلوټ کورنۍ ته ورسیږي».
هغه زياته کړه، چې د الوتنې د غورځيدو پلټنې به په خونديتوب سره ترسره شي، چې د الوتکې د لوېدو لامل معلوم کړي.
د البرټا ښار په سکاچیوان سرحدي سړه سیمه کې پیلوټان جنګي مهارتونه او له هوا څخه د ځمکنیو هدفونو ویشتل زده کوي،چې یاده الوتکه هم په دغه سیمه کې غورځيدلې ده.
د هووډ په وینا دا یو خطرناک کار دی چې زموږ نر او ښځې پیلوټانې له داسې پيښو سره مخ کیږي.



