۹ورځې غم، ۹۰ورځې خوشحالي(کابل غږ)

لاروی

کابل غږ

د کیوبا د انقلاب بنسټګر فډرل کاسټرو ومړ، ملت یې پر مړینه ځان سخت ویرژن کړ، د ځوانانو او زړو پر مخونو اوښکو لارې وکړې، د کاسترو په مړینه په ټوله کیوبا کې د غم او ویر ټغر خورشو، ملي بیرغ یې ۹ورځې نیم ځوړند شو او غم اعلان شو.

بې له افغانستانه د هر هېواد ملي، دولتي، قومي، سیاسي، پوځي او انقلابي مشران چې مړه شي، ولس یې په مړینه غمجن وي، ملي بیرغ ېې نیم کښو(نیم ځوړند) وي په هر کور کې ویر وي او د خپل مشر په کړنو ځانونه په ویر او ژړا د هغه مدیون بولي.

د فډرل کاسټرو په کړنو او نظر موږ کار نه لرو موخه مو د یوه مشر په مړینه دغم ده، د تیرې جمعې له ورځې چې د فډرل کاسټرو د مړینې اعلان شوی کیوبا په غم کې ډوبه ده، پرون یې ټولې کیوبا په ویاړ درناوی وکړ.

هر کال به د امریکا په میامي کې په همدې شپو کې د کاسټرو ضد له کیوبا وتلو کیوبایانو خوښۍ کولې او اوس به د کاسټرو د مبارزې په ځای کې د هغه په ایرو له سترګو اوښکې بهیږي.

د مخه مې وویل، د ټولې نړۍ ولسونه د خپلو مشرانو په مړینه ویرژلي وي؛ خو افغانان بیا له نړیوالو جدا خاصیت لري، دوی د خپلو دولتی مشرانو په مرګ خوښي څرګندوي .

په ۱۸۹۷میلادي کال امیرشیرعلي خان په مزارشریف کې ومړ، د هغه زوی محمد یعقوب خان یې پرځای کښیناست. په ځای ددې چې د خپل پلار په مرګ وغمیږي، د انګریزانو سره یې د کرمې ایجنسۍ، میچنۍ او پشین په ورکولو روغه وکړه، په خپله روغه یې خوښي وښوده په دربار کې یې خوښي اوخوشحالي وه.

په ۱۹۰۱کې امیر عبدالرحمن خان وفات شو او د هغه زوی امیر حبیب الله په تخت کښناست، په دربار کې مبارکۍ پیل شوې، قومي مشرانو او وزیرانو یې په قدرت نیولو ورته مبارکي ورکوله.

په ۱۹۱۹م کې امیر حبیب الله خان ووژل شو،د هغه زوی امان الله خان یې پر ځای امیر شو، درباریانو او دولتي مشرانو په غاړه کې ورته د ګلونو هارونه واچول.

په ۱۹۷۸م کې نور محمد ترکي سردار محمد داؤد وواژه ۹۰ورځې د کمونست ډلو خلق او پرچم ډولونه غاړوته اچولي وو او د خوشحالۍ نڅاګانې یې کولې.

په ۱۹۷۹م  مطابق ۱۳۵۸هـ کارمل حفیظ الله امین وواژه درې اونۍ پرې د کابل ټي وي د خوښۍ پروګرامونه وچلول.

په ۱۹۹۶م کې چې ډاکټرنجیب طالبانو په دار وځړاوه، د مزارشریف تر نیولو پورې یې په مرګ افغانانو یو بل ته مبارکۍ ورکولې.

په نړیواله کچه د کیوبا په انقلابې مشر د کیوبا ولس ۹ ورځې غم اعلان کړ، چې یوه هیواد هم دومره زیات ویر په خپلو مشرانو نه دی کړی او افغانستان لومړی هیواد دې چې د سردار داؤد خان په مرګ کمونستانو ۹۰ورځې د خوشحالۍ اتڼونه کول.

پر فډرل کاسټرو۹ورځې غم پر سردار داؤد ۹۰ورځې د کمونستانو اتڼونه، سردار داؤدخان په افغانستان کې د جمهوریت او کاسټرو په کیوبا کې د انقلاب بنسټګر و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button