سوریه: د هوايي حملو له کبله په زرګونو وګړي د حلب ښار نه تښتیدلي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۹) زرغون خوږیاڼی

د سوریې په حلب ښار کې د اسد هوايي ځواکونو د بمباریو له کبله په زرګونو وګړي له خپلو کورونو تیښتي ته اړ شوي دي.

په سوریه کې د اسد رژیم مطبوعاتو ویلي، چې دولتي عسکرو د حلب ښار حی الصاخور ښارګوټی، هنانو او جبل بدروګ کلي له مخالفو وسله والو نیولي دي.

د ځايي مطبوعاتو په حواله ویل شوي، چې ګن شمیر ولسي وګړي د حکومت او کردانو تر واک لاندې سیمو ته د جګړې د تودېدو له کبله تښتیدلي دي.

د سوریې وسله وال پوځ ویلي، چې نږدې ۱۵۰۰ ولسي وګړي د حلب ښاره له ختیځو سیمو څخه لوېدیځو سیمو ته لېږدېدلي؛ خو د روسیې خبري اژانسونو ویلي، ۹۰۰ ولسي وګړي، چې ۱۱۹ یې ماشومان دي، له ”حی جبل بدرو” نه د سوريې پوځونو له داخلېدا وړاندې وتلي دي.

د رویټر خبري اژانس ته د دهنانو کلي یوه اوسیدونکي ویلي، ځکه له خپلو کورونو وتښتیدو چې ”سوري پوځ ښار ته د نژدې کېدا پرمهال پر ښار بمباري پیل کړه او کلورین ګاز یې ورباندې وکاراوه.”

په سوریه کې د سوريې او روسیې د هوايي ځواکونو پر حلب ښار له ۱۳ ورځو راهیسې د هوايي ځواک درنده بمباري پیل کړې، چې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، تر اوسه پورې پکې ۲۱۹ ولسي  وګړي وژل شوي دي، په دې شمیره کې ۲۷ماشومان هم شامل دي.

  د یادې سرچینې په وینا. تر اوسه پورې ۲۵۰۰ ولسي وګړي کردي میشتو سیمو ته تښتیدلي دي.

په سیمه کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو ولسي وګړو په اړه ملګرو ملتونو هم ژوره اندېښنه ښودلې او زیانمنو شویو سیمو ته یې د مرستو رسولو پر غوښتنې ټینګار کړی دی، وګړي د لارو او سرکونو پر سر پراته دي او د خوړلو لپاره هم هیڅ نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button