کولمبيا: د الوتکې د لوېدو له امله ۷۶ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) الماس خدخیل

د ورکړل شويو راپورونو له مخې په کولمبيا کې يوې الوتکې سقوط کړی، چې له امله يې ۷۶ تنه وژل شوي دي.

ياده الوتکه کې ۸۱ تنه سپاره و، چې ۷۲ اويا مسافر او ۹ تنه د الوتکې عمله وه.

ويل کېږي د مسافرو  په منځ کې د جنوبي امريکا د فوټبال د جام فائنلسټان اود برازيل د شفيکانس ټيم لوبغاړي موجود و، چې نن يې د لاتيني امريکا د کلبونو فاينل لوبې ته ځان رسولو.

دا الوتکه تېره شپه ناوخته د لسو بجو په شاوخوا کې مدلين ښار ته څېرمه د دغه ښار  په نړیوال هوايي ډګر کې د ښکته کیدو پر مهال په يوه غرنۍ سيمه کې، چې د ريونيګرو په نامه یاديږي لوېدلې ده.

خبري رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي، چې په دې پېښه کې شپږ تنه ژوندي پاتې دي، خو ځينې رسنۍ د ژونديو پاتې کسانو شميره تر لسو تنو یادوي .

ياده الوتکه د RJ۷۵ ډوله الوتکه وه، چې د لاميا هوايي شرکت پورې اړونده ده.

د الوتکې د رالوېدو دقیق علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو ویل شوي چې د پېښې په وخت هوا خرابه وه او سخت باران ورېده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button