طالبانو د هیواد له ملي پروژو ملاتړ اعلان کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلی،چې دوی د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه او د هېواد د پرمختګ سبب ګرځي ملاتړ او ساتنه کوي.
طالبانو نن د لیندۍ په ۹مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ددوی مشرتابه په خپلو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر هیئت په نړیوالو کنفرانسونو کې ویلي، چې طالبان په هیواد کې د ټولو هغو ملي پروژو چې د هېواد او ولس په ګټه وي نه یواځې ملاتړ کوي ، بلکې ساتنه یې هم کوي.
یاده اعلامیه د موضوع د ارزښت له مخې خپلو لوستونکو ته کټ مټ خپروو:
په هیواد کې د ملي پروژو د حمایت په هکله د اسلامي امارت اعلامیه
د افغانستان اسلامي امارت د هیواد یو اسلامي او ملي ځواک دی، چې د اشغال د خاتمې، د ولس د روا غوښتنو او اسلامي او ملي اهدافو د حصول لپاره جهادي هلې ځلې کوي. په دې لار کې یې قربانۍ د چا څخه پټې نه دي.
همداشان ، څنګه چې د اسلامي امارت مشر تابه پخپلو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر هیئت په نړیوالو کنفرانسونو کې ویلي، اسلامي امارت په ګران هیواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی. پدې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه او دیته ورته نورې پروژې چي د اسلامي امارت اصول مراعت کړي شاملی دي.
اسلامي امارت خپلو مجاهدینو ته هدایت کوي چې دټولوهغو ملي پروژو دامنیت په ساتلو کي مرسته وکړي چي داسلام او هیواد دلوړو مصالحو په ګټه وي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۸/۲/۲۹هـ ق
۱۳۹۵/۹/۹هـ ش ــ 2016/11/29م



