(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۰) زرغون خوږیاڼی
د یوګنډا هېواد یوې اوسیدونکې له 10 کلونو راهیسې د عمرې لپاره د پیسې جمعه کړي، چې تیره ورځ جدې ته ورسیده.
د هر مسلمان دا غوښتنه وي، چې په ژوند کې یو ځلې مکه مکرمه او مدینه منورة وګوري؛ خو په ناداره کورنیو کې دا نیکمرغي د کمو خلکو په نصیب کیدای شي.
همداسې کیسه د یو ګنډا هیواد د اوسیدونکې میرمنې ((کسیفاه)) هم ده.
د کسیفاه په یوګنډا کې کوچنی کاروبار دی؛ خو په هغه کار کې یې یواځې دومره ګټلې، چې خپل ځان او ماشومان پرې وساتي.
کسیفاه اوسمهال ۵۸ کاله عمر لري، اغلې وايي: یو ورځ مې له ځان سره وویل، چې د خدای ج د کور د لیدلو کوشش باید وکړم، ددې لپاره مې کله ۵ او کله ۱۰ ډالر جمع کول.
د نوموړې میرمنې په وینا، په دې جریان کې راباندې ۱۰ کاله تیر شول، چې کله مې د عمرې لپاره کمپنۍ ته جمعه کړې روپۍ داخلې کړې، زه ډیره خوشحاله وم او ويل مې چې کله به حرم او مدینه ووینم!.


















