احمد ولي:د «ملي اتل»لقب یواځې په احمد شاه مسعود پورې اړوند دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د شمالي ټلوالې د پخواني مشر احمدشامسعود ورور احمد ولي مسعود په ولسمشر اشرف غني نیوکه کړې، چې غازي امان الله خان یې د ملي اتل په نوم یاد کړ.

احمد شاه مسعود ویلي، چې د ملي اتل لقب یواځې په احمد شاه مسعود پورې اړوند دی او بل چاته یې کارول د قوانینو خلاف عمل دی.

ولسمشر اشرف غني د تېرې دوشنبې په ورځ په تاجکستان کې د اورګاډي پټلۍ په پرانست غونډه کې ویلي وو: «زه ویاړم چې زموږ د«ملي اتل»امان الله خان یوه هیله نن د پوره کېدو په حال کې ده.»

احمد ولي مسعود نیوکه کوي، چې ولسمشر په داسې ویناو سره غواړي د ولس په مینځ کې بې اعتمادي خپره کړي، دده په خبره اشرف غني له احمد شا مسعود سره کومه لیوالتیا نه لري.

کله چې په هیواد کې د امریکا یرغل پیل شو او په کابل ښار د شمالي ټلوالې چپه راپریوته، نو یې له موقعې نه په استفادې سره او د امریکا سره د کړیو مرستو په بدل کې یې د حامد کرزي او په نوم ولسي جرګې په لاس احمد شامسعود ته د «ملي اتل» نوم ورکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button