سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

له طالب استازو سختې پوښتنې ( په قطر کې دویمه ورځ )

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 1, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
10
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ډاکټر فیض محمد ځلاند

نن (د نومبر ۳۰/ ۲۰۱۶)  مو د قطر، دوحې په ښار کې له طالب استازو سره دویمه ناسته درلوده. غونډه په لسو بجو پیل او په دوو بجو پای ته ورسیده. په غونډه کې له کابل څخه راغلو شپږو دوستانو گډون درلود. د طالبانو د قطر له دفتر څخه  شهاب الدین دلاور صیب، قاري صیب حنیف، ډاکتر صیب نعیم وردگ، سهیل شاهین صیب او ځوان هدایت الله صیب گډون کړی و.

طالب استازي له افغان خبریالانو او سیاسي فعالانو سره

غونډه د شیخ دلاور سره په وینا پیل شوه. شیخ صیب له کابل څخه راغلو میلمنو ته یو ځل بیا ښه راغلاست ووایه، د خپلو مشرانو سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړي، او تاکید یې وکړ چې د امارت گڼو مشرانو ورته پیغامونه را استولي چې دا ناستي ډیرې مهمې او ارزښتناکې دي او په دې غونډو یې خوښې څرگنده کړي ده. د دې تر څنگ یې د دې غونډو په دوام او تسلسل تاکید کړی دی. شیخ صیب په خبرو کې ځینو مهمو ټکو ته هم اشاره وکړه.

د شیخ صیب له خبرو وروسته ما (ځلاند) د روانې غمیزې په مختلفو اړخونو خبرې وکړي، دا چې موږ له طالبانو سره خبرو ته ناست وو، نو ځکه مو د هغو ناخوالو ذکر وکړ چې د طالب تر واک لاندې سیمه کې تر سترگو کیږي، د افغان وژني په لامل، د ښوونې روزنې په کمزورۍ او ټکنۍ کیدو، د جگړې په دوام، د سولې په وړاندې د خنډونو په اړه مو پوښتنې مطرح کړي.

طالبانو سره د لیدنو په اړه

شیخ صیب وویل چې له کال۲۰۱۰ څخه راپدیخوا چې د قطر دفتر پرانیستلی دی، گڼو بهرنیانو، لوړ پوړو دیپلماتانو، افغان مشرانو، د گوندونو استازو، د حکومت نارسمي پلاوو، مذهبي مشرانو د قطر له دفتر څخه وخت نا وخته لیدني کړي دي. اکثره وخت دا لیدني له رسنیو څخه پتې ساتل شوي، په ځینو ناستو کې راغلو پلاوو، میلمنو د طالبانو پیغامونه خلکو ته نه دي رسولي یا یې تحریف کړي دي.

شیخ دلاور صیب د ملگرو ملتونو، د یوناما د مشرانو د یان کوبیش سره د ناستې ذکر وکړ، د نیکولس هایسم (Nicholas Haysom ) سره یې د تکرارې ناستو خبره وکړه، مارک باوډن (Mark Bowden) سره چې د بشري مرستو مسوول دی، د تیر لنډ وخت د ناستې ذکر وکړ، د یوناما د نوي مشر یاماموتو( Tadamichi Yamamoto  ) د سفر چې قطر ته به یې ولري هم ذکر وشو، دارنگه یې د ملکي وژنو د ملگرو ملتونو د ځآنگړي استازۍ ډانیل سره د مسلسلو لیدنو او نژدې تماس خبره وکړه.

دارنگه یې د ای سي ار سي، یونیسف، د بې سرحده ډاکترانو، ایمر جنسي، یونما د گڼو اړونده دفترونو او نورو بهرنیو موسساتو سره طالبانو د وخت ناوخته لیدنو ذکر وکړ، دا غونډې  هر پنځه څلویښت ورځې وروسته ترسره کیږي، په دې ناستو کې د دې موسساتو د غړو، دفترونو، گرځیدا او پروژو د خوندیتوب او امنیت په اړه د ډاډ تر څنگ د گران وطن د سولې او رغوني د چارو په تنظیم او مدیریت بحث کیږي. سهیل شاهین صیب د شیخ صیب د خبرو په تایید وویل چې یوناما مامورین چې د کابل ښار څخه تر پل چرخي پورې ځي هم د خپل حرکت ټول جزیات له دوی سره د امنیت د خوندیتوب د پاره شریکوي. د ډریور نوم، د موټر پلیټ، د ناستو کسانو هویت هر څه له طالبانو سره شریک کیږي او له هغه وروسته دوی خپل حرکت کوي.

د دې تر څنگ ټولې بهرنۍ موسسي خپل حرکات، پروژي او د مامورینو د گرځیدا را گرځیدا ټول جزیات هره ورځ له ټول افغانستان څخه د قطر له دفتر سره شریک کوي او بیا وروسته له امنیتي ډاډ څخه دوی خپلې ورځنۍ چارې په مخ وړي. د دې خبرو په پایله کې شیخ صیب وویل چې دا د طالبانو د ځواک، په خاوره د اختیار او دارنگه له بهرنیانو سره د گډ کار یو ښه مثال دی.

د سولې په اړه

شیخ صیب تر څنگ قاري صیب دین محمد حنیف او سهیل شاهین صیب په دې ډېر تاکید وکړ، چې سوله طالبانو ته لومړیتوب لري ځکه چې دوی له خپل گران وطن څخه لري دي، په دوی د گرځیدو را گرځیدو بندیزونه دي، دوی په تور لیست کې دي او په دوی جگړه تپل شوي ده. د طالب د جگړې په اړه دوی په واضحو ټکو کې وویل چې دا جگړه د دوی اختیار نه دی بلکې مجبوریت دی. طالب په امریکا او نړۍ پسې نه ده تللي بلکې نړۍ جگړې دپاره افغانستان ته راغلي نو ځکه لازمي ده چې نړیوال په افغانستان کې خپل نظامي شتون تمام کړي، د امریکا پوځیان باید له افغانستان څخه ووځي او د جگړې د پای ته رسولو د پاره کوټلې، معقول او اړین گامونه پورته شي.

طالب استازو په ځغرده وویل چې کله هم طالبانو د سولې حرکت پیل کړی، د سولې خبرو ته یې زړه ښه کړی، د دوی د نیت په وړاندې شکونه څرکند شوي، د افغان حکومت په ادرس ځینو مغرضو کسانو طالبان په لوی لاس تر پاکستان محدود کړي دي، له طالب سره یې له خبرو ډډه کړي، سولې ته پروژه ویلی شوي او دارنگه یې سوله د وخت سره لوبې گڼلي، دا کسان دا هم وایي چې طالبان ډلې ډلې دي، طالبان په سوله معامله کول غواړي، طالب سوله د پاکستان په خوښه کوي، حال دا چې هیچا له طالب څخه په دا تیرو شپاړسو کلونو کې نه دې پوښتلي چې ایا طالبان د پاکستان له لارې سولې ته حاضر دي او کنه؟ ایا طالبانو ته سوله پروژه ده او که څنگه؟ ایا طالبان غواړي سوله د تکتیک په توگه استعمال کړي او که په سوله باوري دي؟

د دې پوښتنو له ځوابه پرته، په ډیر مغرضانه توگه د کابل چارواکي دا هر څه په طالبانو ورتپي، طالبان ملامتوي او په دې توگه له عامه ذهنیت سره لوبه کوي. اصلا په کابل کې له هیچا سره د سولې د خبرو د پرمختگ، پیل یا دوام د پاره کومه تگلاره، پلان یا ستراتیژي نه سته. کابل میشتي چارواکي سوله د یو تکتیک په توگه د جگړې د دوام د پاره استعمالوي، په دې برخه کې امریکا د پردې تر شا لوی کردار لوبوي، ځکه امریکا د جگړې د دوام د پاره پنځه میلیارده ډالره مرسته کوي، خو د سولې د پاره نه یواځې د داسې کومې مالي مرستې ژمنه نه کوي بلکې د هر ډول پرمختگ په وړاندې خنډ کیږي.

طالب استازو له موږ څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په برخه کې ټولو افغانانو ته دا خبره ورسوو چې طالب ته له جگړې سوله مقدمه ده، طالب سولې ته ژمن دی، ځکه یې د قطر دفتر پرانیستی دی، ځکه غواړي د ورته ناستو په برابرولو سره د سولې لور ته لار اسانه او هواره کړي. شیخ صیب په تاکید وویل چې طالب نوره جگړه ماره ډله نه ده، جگړه د طالب مجبوریت دی، طالب غواړي له خپلو گرانو وطنوالو سره په سوله ییز، خپلواک بسیا افغانستان کې گډ ارامه ژوند وکړي. د همدې هدف ته د رسیدو د پاره طالبانو تابیا نیولي چې د افغان شموله حکومت را منځته کول لازمي کړي، د معتدله اسلامي نظام جوړول چې د افغانانو په خوښه وي؛ ته لار هواره کړي، او دارنگه د ملي یووالي د ساتلو په پار له ټولو پرگنو، مذهبونو او ولسونو سره په افغانستان کې د گډ نظام رامنځته کول لازمي کړي. دوی تاکید وکړ چې په دې برخه کې گڼې ناستې شوي خو لا یې څه نتیجه نه ده ورکړي، چې دا نننۍ ناسته د همدې غونډو لړۍ دوام دی.

ډاکتر صیب وردگ وویل چې د قطر د دفتر د پرانیستو موخه د سولې د بریالیو خبرو د ترسره کولو دریڅه پرانیستل و، خو حامد کرزي د قطر د دفتر په وړاندې خنډونه را ولاړ کړل. طالب استازو وویل چې له طالبانو سره ژمنه شوي وه چې دوی به د امارت اسلامي کلمه پخپلو رسمي مکتوبونو او اسنادو کې استفاده کوي، او په وړاندې به یې افغان حکومت د طالبانو د تحریک کلمه استعمالوي، خو کله چې د طالبانو په لومړنۍ اعلامیه کې د امارت اسلامي کلمه ذکر شوه او د قطر په دفتر کې پرته د امارت له لوگو یواځي یو سپین بیرغ پورته شو، نو حامد کرزي احتجاجا خپل سفیر له قطر څخه وروغوښت، زموږ دفتر یې بند کړ، موږ یې پرینښودو چې فعالیت وکړو ـ ایا دا دوه شرایط مهم وو که د افغان وژني دریدل؟ سوله مهمه وه او که د امارت د کلمي لیکل یا نه لیکل؟

طالب استازو په پورته مواردو کې د تنزل خبره وکړه، خو هیچا یې خبرو او غوښتنو ته ځواب ونه وایه.  اوس یو ځل بیا د طالب په ابتکار فرصت رامنځته شوی چې د سولې د خبرو د پیلیدا، دوام او بریالیتوب د پاره په یو بین الافغاني جوړښت او خوځښت باندې فکر وشي، او گران وطن ته سوله راشي، له دې فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي، د پردیو دسیسې شنډې او سولې ته لار هواره شي.

افغان وژنه

شاپور بختیار له طالب استازو څخه ځينې مهمي پوښتنې مطرح کړي لکه د افغان وژني د احصایي د شتون، د افغان وژني دوام تر کله، د افغان وژني د دریدا په وړاندې د مشخصي تگلارې مطرح کول، د ملي اردو او پولیسو د وژلو، د بندیانو سره د بد سلوک او په لویه کې د بې وزله ځوانانو سره د قتل تر بریده د بد چلند کوم چې له فقر او بیکاري مجبور شوي دي چې د ملي اردو او پولیسو لیکو کې جلب شي. طالبان باید په دې اړه له ځوانانو سره مرسته وکړي او د هغوی له وژنو څخه مخنیوی وکړي.

د بختیار صیب د خبرو په ځواب کې طالب استازو همدا وویل چې له دواړو خواو افغانان وژلی کیږي، د طالب په لیکو کې هم بې وزله افغان ځوانان جنگیږي، طالب هم د ځوانانو په مټ خپله جگړه په مخ بیايي، د جگړې د دریدا د پاره یواځینې لار د سولې د خبرو بریالیتوب دی.د عادل اسلامي، شریعي نظام رامنځته کول دي، چې معتدل وي، د افغان ولس په خوښه وي، اشغال باید پای ته ورسیږي، د دې تر څنگ یې په دې تاکید کاوه چې جگړه بدمرغي له ځان سره لري او په جگړه کې بې گناه خلکو وژنه یوه جدي ستونزه ده، نو ځکه باید سولې ته چټک کار وشي تر څو روانه غمیزه پای ته ورسیږي.

څنگه نظام؟

شیخ صیب د میرویس ستانیکزي د پرون ورځ پوښتنې په لاندې توگه مختصره او ځواب کړي، میرویس ستانیکزي پوښتلي وو چې:

طالبانو امارت تر کله چلاوه؟

طالبانو له تدریج څخه کار وانخیست، ولې؟

طالبان څنگه نظام غواړي؟

د امریکا د وتلو طریقه باید څنگه وي؟

طالب استازو د پورته پوښتنو په ځواب کې وویل چې طالبان اصلا د نظام جوړیدا ته پرینښودلی شو، طالبانو لویه جرگه را ونه بللی شوای چې له ولس څخه یې پوښتنه کړي وای چې څنگه نظام غواړي، ځکه طالبان لا په جگړه کې و چې نړۍ یې په وړاندې پراخ یرغل ته لار هواره کړه او بلې جگړې ته طالبان مجبور شول. طالب استازو دا هم ومنله چې طالبانو گڼې خطاوې، تیروتنې کړي چې باید تکرار نه شي، تدریج په اسلام کې شرط دی، باید هر څه په تدریج سره شوي وای، له دې امله طالبان اوس د نویمې لسیزې له طالبانو ډیر په بدله بڼه خپلې چارې په مخ بیايي، طالبان اوس کوښښ کوي چې د نړۍ له معیار او غوښتنو سره ځانونه برابر کړي. طالبانو ته غوره نظام اسلامي شریعي نظام دی، کوم چې باید معتدل او د خلکو په غوښتنو ولاړ وي. طالبان د همداسې نظام غوښتونکي دي. د امریکا د نظامي ځواکونو وتل لازمي دي، اشغال باید پای ته ورسیږي، بله هیڅ لار نه سته، کنه جگړه به دوام کوي. امریکا دې پوځیان وباسي، پر ځای دې انجینران، ډاکتران او استاذان افغانستان ته را واستوي، له افغانانو سره دې په بیارغونه کې مرسته وکړي، طالبان له هر چا سره د همکارۍ او گډ کار لیوالتیا لري، خو نظامي ځواک او زور د هیچا نه مني.

په پای کې عبدالطیف نظري صیب وویل چې امریکا افغانستان ته د اوږده مهال د پاره راغلي، امریکا غواړي له افغانستان څخه سیمه تر څار لاندې ونیسي، د امریکا نظامي حضور په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیو د خوندیتوب دپاره دي نه د افغانستان د امنیت دپاره.

نظري صیب د داعش په اړه اندیښنه څرگنده کړه، له طالبانو یې د داعش په اړه پوښتنه وکړه. طالب استازو ورته وویل چې داعش فتنه ده، د داعش تر شا د نړیوالو استخباراتو او افغان حکومت لاس دی، له دې امله طالبانو د افغان ولس په ملاتړ له داعش سره جگړې ته اړ شوي دي. داعش په افغانستان کې ځای نه شي پیدا کولی، طالبان به د دوی له هر ډول پرمختگ څخه مخنیوی وکړي.

اسد وحیدي صیب له طالب استازو کلکې پوښتنې وکړي، په ځانگړې توگه د عام وژنو، د محصلینو او ځوانانو د وژلو په اړه. وحیدي صیب گڼ مثالونه وړاندې کړل چې یو یې هم د کابل په موسهي ولسوالي کې د دوه وروڼو وژل وو، چې د واده په مراسمو کې په نښه شول، دارنگه یې د وردگو په سیمه کې د ښوونځیو د بندیدو ستونزې ته اشاره وکړه. طالب استازو د عامو خلکو د سر و مال ساتنه لازمي دنده وبلله، دارنگه یې زیاته کړه که هر ډول اسناد څوک ولري دوی حاضر دي چې هغه وڅیړي او ولس ته ځواب ووایي. دوی د عامو خلکو وژنه وغندله او د طالب په لیکو کې د داسې سرکشیو د مخنیوي ټټر وواهه.

غونډه نن له څلور ساعته تود بحث وروسته پای ته ورسیده، د غونډې په پای کې طالب استازو له موږ د وړاندیزونو، ستونزو، حلارو او سپارښتنو غوښتنه وکړه چې سبا د (غونډې په درېیمه ورځ به یې) په لیکلي بڼه ورته وړاندې کړو.

د دویمې ورځې د غونډې گڼ اړخونه به په راتلونکې کې په نورو لیکنو کې په تفصیلي بڼه روښانه شي، نن ځینې داسې خبرې هم وشوي چې د هغو لیکل تفصیل ته اړتیا لري او باید له ځوانانو سره شریک کړای شي تر څو د پردې تر شا د دسیسو، گواښونو، طرحو او پلانونو څخه افغان ځوانان خبر شي او د هغوی د مخنیوي د پاره په گډه کار وشي.

د گران لوی خپلواک افغانستان په هیله!

                                                              (نړۍ نیوز نه په مننې)

لوی ټکي: ځلاندسولهقطر طالبانو دفتر
مخکینې مطلب

احمد ولي:د «ملي اتل»لقب یواځې په احمد شاه مسعود پورې اړوند دی

بل مطلب

یو تن جعل کار د ملي امنیت شورا په نوم ستاینلیکونه ویشل، ونیول شو

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com