بنګله ديش کې شهزاد محمدي په درېيم ځل غوره لوبغاړی ونومول شو

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) الماس خدرخیل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی، د بنګله دیش په روانو کورنیو کرکټ سیالیو کې د خپلې بنګله دیشۍ رانګپور رایډرز لوبډلې په یولسمه سیالۍ کې خپل راتګ بیا بریالی ثابت کړ.
نوموړي د BPL تر نامه لاندې څلورم پړاو شل اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د بنګله دیشي صابر الرحمن سره د لفظي شخړې له کبله په نغدي جریمې او د سیالیو له بندیز سره مخ شوی و، خو په بیا راتک سره یې د رانګپور رایډرز لوبډلې په ګټه د باریسال بلز لوبډلې پر وړاندې په ۴۰ بالونو د ۴ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۴۸ منډې جوړې کړې.
په سیالۍ کې رانګپور رایډرز لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې سره د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې، چې مقابله باریسال بلز لوبډله یې په لاسته راوړلو کې پاتې راغله او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۲۵ منډو له لاسه ورکړه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي ونومول وشو.
شهزاد محمدي په دغه روانو سیالیو کې د دریم ځل لپاره د خپلې ښې لوبې ترسره کولو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی نومول کیږي.



