اردوغان د دې لپاره چې د واتیکان پاپ په قصدي توګه خجالت کړي، هغه ته څه ډالۍ کړل؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۶) زرغون خوږیاڼی
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د دویم فرانسیس د واتیکان له پاپ سره په خپله وروستنۍ لیدنه کې هغه ته یوه ډالۍ ورکړه، چې غوښتل یې په هغې سره یې وزوروي او خجالت یې کړي.
د یوې خپرې شوې ویډیو په اساس، ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان، دویم فرانسیس د واتیکان پاپ ته په قصدي توګه د سلطان محمد الفاتح د فرمان هغه محتوا ولوستله، چې د بوسنیا د کلیسا پاپ ته یې لیکلی و، په لیک کې په دې شرط هغه ته د هغه ددین د امنیت د ساتلو وعده ورکړای شوې ده چې هغه به یې پوره اطاعت کوي.
په ویډیو کې اردوغان ښودل کیږي، چې له بابا فاتیکان سره ولاړ دی او هغه عبارت ورته لولي چې د مرمرو په تیښه کې نقش کړای شوی دی او پکې راغلي دي چې:
ما (سلطان محمد خان) د بوسنیا له نصراني ملایانو سره نیکي او مهربانی وکړه، چې هغوی ته مې فرمان ورکړ، چې:
تاسې په آزادانه توګه په خپلو کلیساګانو او خپلو هیوادونو کې خپل دیني شعایر ادا کړئ، او هیڅوک به تاسې باندې غرض نلري، نه زما وزیران او نه زما رعیت ، ستاسې مالونه، ارواګانې، او کلیساګانې به تر هغې زما تر امن او ساتنې لاندې وي چې څو پورې زما اطاعت کوئ.
سلطان محمد الفاتح د عثماني خلافت په وخت کې قسطنطینیه، فتحه کړي وو، دده په وخت کې ترکیه د عثماني خلافت د امپراتورۍ په مرکز بدل شو، چې اوسنی استانبول دده په وخت کې په اسلام بول « د اسلام کور» نومول شوی دی.



