(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) الماس خدرخیل
د غزني والي عبدالکريم متين وايي، چې په دغه ولايت کې امنيتي تهديدونه له هلمند څخه کم نه دي؛ خو مرکزي حکومت ورته لازمه پاملرنه نه کوي.
د نوموړي په وينا امنيتي ننګونه لا هم په دې ولايت کې ادامه لري.
ښاغلی متين وويل: «امنيتي تهديدونه له هلمند ولايت څخه کم نه دي، په هلمند کې د پوځ څو لواګانې شتون لري، خو په غزني کې يواځې د پوځ يوه لواء فعاليت کوي چې د ټول ولايت امنيتي چارې کنټرولوي».
د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو غوښتل، چې په روان کال کې د غزني ولايت ته سقوط ورکړي؛ خو د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخنيوی وشو.
نوموړی د اهميت له مخې غزني يو استراتيژيکي ولايت بولي او وايي که مرکزي دولت دې ولايت ته توجه ونه کړي، نو امنيتي مشکلات به نور هم زيات شي.
د نوموړي په وينا چې داعش ډله په غزني ولايت کې ځای نه لري خو د زابل له ځينو ولسواليو څخه تهديد ويني.
ناوه ولسوالۍ له ۱۵ کلونو راهيسې د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده او په تېرو دوه کلونو کې طالبانو د غزني ولايت رشيدان، خوګياڼي، زنخان ولسوالۍ هم له دولت نه په بشپړه توګه ونيولې.
په ورته وخت کې د غزني ولايت چارواکي وايي، چې دوی له يادو دريواړو ولسواليو مرکزونه په تکتيکي ډول د غزني ښار ته نږدې انتقال کړي دي.
د يادونې ده، چې د غزني ولايت مرکز د طالبانو تر محاصرې لاندې دی او وخت ناوخت د طالبانو او امنيتي ځواکونو ډزې د غزني په ښار کې په اسانۍ سره اورېدل کېږي، چې د غزني ښاريان يې اندېښمن کړي دي.


















