(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) الماس خدرخیل
د دايکندي ولايت له ګيزاب ولسوالۍ نه يوې امنيتي سرچینې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د يادې ولسوالۍ په نيکوزو او جلوزو سيمو کې افغان سرتيرو د ولسي خلکو شاوخوا پنځوس کورونه او تر څلوېښتو زيات هټۍ(دکانونه) سوځولي دي.
د سرچینې په وينا، یاده پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې دواړه سيمې څو ورځې وړاندې د يوې جګړې په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ونيولې.
سرچينه زياتوي، چې د غچ اخستنې په موخه دولتي سرتيرو د ولسي خلکو کورونه او د يادې سيمې د بازار دکانونه په بشپړه توګه وسوزول.
د سيدانو د کلي يو عيني شاهد فتح الله وايي، چې دولتي سرتيرو لومړی د دوی کورونه چور کړل او له هغې وروسته يې اور ورته کړ، چې پکې تر پنځوسو زيات کورونه وسوځېدل.
بايد وويل شي، چې وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې خبر ورکړی و، چې په ياده سيمه کې يې د اربکيانو پوستې تر يوې جګړې وروسته ونيولې چې د نظامي توکو تر څنګ يې د ځينو اسلحو ادعا هم کړې وه.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د محلي پوليسو يا اربکيانو په نوم خپلسري وسلوال فعاليت کوي او د عام ولس په زورونو او چور کولو کې لاس لري.
طالبان یاد خبر تائيدوي؛ خو تر دې دمه چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















