(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته د حکمتیار نوم له تور لیست څخه د لرې کولو غوښتنلیک واستول شو.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي، پر حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی دی.
د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي غړي عتیقالله صافي امریکا غږ ته ویلي، چې د افغان حکومت له خوا پر حکمتیار د لګیدلیو بندیزونو د لرې کولو په موخه ملګرو ملتونو ته رسمي غوښتنلیک استول شوی دی.
نومړي ویلي، کله چې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه وایستل شي نو ګلبدین به په عام محضر کې راښکاره شي.
عتیق الله هیله ښودلې، چې د ګلبدین حزب په دوو قومندانانو انجینر عبدالصبو او عبدالله نوبهار باندې لګیدلي بندیزونه به هم لرې شی او تر راتلونکو لسو ورځو به د ملګرو ملتونو لخوا یاد غوښتنلیک ومنل شي.
د ګلبدین حکمتیار حزب د روان کال د تلې په ۸مه نیټه د افغان ولسمشر اشرف غني سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د مواقفې له مخې ویل شوي وو، چې د سولې له لاسلیک کولو وروسته به افغان حکومت له ملګرو ملتونو څخه د ګلبدین نوم له تور لیست څخه د و یستلو غوښتنه وکړي.
وروسته د تلې په ۱۵مه نیټه د کابل ښار اوسیدونکو او مدني فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه لرې کول غندلي وو او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتلي وو، چې د حکمتیار نوم له تور لیست څخه ونه باسي او هغه یې د کابل د خلکو قاتل بللی و.
















