د پګواش پرونۍ غونډه: بهرنيان باید له افغانستانه د وتلو مهالوېش تعين کړي، دلته يې پاتې کېدل ناممکن دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ په کابل کې د پګواش نړيوالې موسسې له خوا د سولې پر وړانديز شوي ۱۹ ماده ييز پرېکړه ليک د بحث لپاره د افغان سولې په اړه د غونډې لومړنی بحث ترسره شو، چې پکې تر ۴۰ پورې پخوانيو جهادي مشرانو، سياسي شنونکو، مدني فعالانو برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې ډیری قومي مشران، سياسي متنفذين او ګډونوال په دې سلا شول، چې طالبانو سره سوله لازمي ده، طالبان افغانان دي د همدې خاورې بچيان دي، بايد سوله ورسره وشي.

د کابل پوهنتون استاذ او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند په کابل کې د پګواش دغه غونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې په دې غونډه کې د حراست او ثبات شورا غړو تر څنګ د حزب اسلامي پلاوي هم له طالبانو سره د سولې غوښتنه وکړه.

د نوموړي په وينا: ” ټول احزاب، قومي مشران او سیاسي متنفذین په دې سلا شول، چې سوله له طالب سره لازمي ده، طالب افغان دی، ناراضه ورور دی او باید سوله ورسره وشي. د هغه په باور، د سولې په راوستلو کې د ولس رول خورا مهم دی او ولس باید د جګړې پر ټولو خواوو (حکومت، طالب او بهرنیانو) فشار راوړي، څو له افغان وژنې لاس واخلي او په هېواد کې سولې او ثبات ته لار هواره کړي”.

د ډاکټر ځلاند په وینا، د سولې په تګلاره کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پاره د دري کلن مهالویش ټاکل یو ښه پرمختگ دی، چې په ډې سره به نورې ستونزې لکه اوربند او د نظام اساسي قانون کې بدلون، هم اسانه او حل شي.

 اوداسې  چې که په دې اړه طالب لوری سلا شي، کیدی شي دا پاتې گڼې ستونزې لکه د اساسي قانون بیاځلی لیکل یا تعدیل، د اوربند مسله، د نظام د ډول موضوع او ورته نورې ستونزې حل شي.

د پګواش موسسې سکرتر جنرال پاولوکوتا وويل، چې دا غير رسمي خبرې اترې دي او دوی به يې مخته وړي ترڅو افغانان خپله تصميم ونيسي چې په هېواد کې سوله څنګه راولي، نوموړي همداراز زياته کړه “طالبان هم د قدرت انحصار نه غواړي، بلکې د خارجي قواوو د وتلو، د اساسي قانون تعديل او په قدرت کې د عادلانه ونډې غوښتونکي دي”.

په ياده غونډه کې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو له خوا د پګواش د نولس مادييزه طرحې د منلو په تړاو وويل: ” هره موضوع په تفاهم او مذاکراتو حل کېږي، دلته خارجي حضور شته او د خارجي حضور پر خلاف د طالبانو مبارزه روانه ده او کېدای شي تر هغه روانه وي، ترڅو چې په افغانستان کې خارجيان حضور ولري، د نوموړي په باور، د دې لپاره چې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او مذاکرې لاره پرانیستل شي، بايد بهرنيان له افغانستان څخه د وتلو مهالوېش تعين کړي او په حکومت کې دننه هغه کسان، چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو دايمي پاتې کېدل غواړي، بايد پوه شي، چې دلته یې پاتې کېدل نا ممکن دي او نه د افغانستان په ګټه”

د يادونې ده، چې پګواش يوه کاناډايۍ نړيواله مؤسسه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د شخړو د هواري او د سولې لپاره هلې ځلې کوي. د دې مؤسسې له خوا تېره مياشت د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې هم يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او سولې پروسې خبرې شوې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button