(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی
حکمتیار ته نږدې قومندان «زرداد فریادي» چې د جنګي جنایتونو په تور په برتانیه کې بندي و، نن د کابل ښار د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شو.
په جنګي تورونو ککړ قومندان زرداد هرکلي ته د حزب غړي وسلې په لاس هوايي ډګر ته ورغلي وو او نوموړی یې په یو لړ شعارونو سره د هیواد اتل یاد کړ.
د ډاکټر نجیب له حکومت وروسته چې کله په هیواد کې ګډوډي پیل شوه، نو قومندان زرداد هم د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د چورتالان پاټک جوړ کړ، چې په لویه لار یې غلا، قتلونه اختطاف او حتی له نورو غیر اخلاقي کارونو په کولو سره په برتانیه کې د جنګي مجرم په توګه پیژندل شوی او بندي شوی و.
د برتانیې حکومت ویلي، چې زرداد یې د افغان حکومت په غوښتنه خوشې کړی دی.
وروسته له هغه د حزب ګوند مشر حکمتیار له ګډ حکومت مشرانو سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړ، نو یې د حپل حزب پخواني وحشي قومندانان مخکې له مخکې فعال او هیواد ته راوبلل، چې ولسشمر اشرف غني هم ورته پوره مخه خلاصه کړې ده.


















