اوباما په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه ومنله«موږ به غبرګون وښیو»

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی

د امریک د متحده  ایالاتو ولسمشر اوباما ومنله چې د امریکا په ټولټاکنو کې د ټرمپ په ګټه روسیې لاسوهنه کړې ده.

اوباما ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپله د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې عملیاتو مشري کړې، چې د ټرمپ د بریا لپاره وو.

روسیې دا څرګندونې خندوونکې چټيات بللې دي. د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونالډ ټرمپ دا دریځونه بیا سیاسي بللي دي.

منتخب ولسمشر ټرمپ لیکلي ، که روسیه یا یو بل ځای هک کړی، سپینې ماڼۍ د ګام پورته کولو لپاره ولې دومره صبر کړی؟ دا چې هیلېري کلنټن وبایلله اوس شکایتونه کوي؟

باراک اوبا په زغرده د روسي هکرانو د سايبري بريد د جواب ويلو او غچ اخيستلو ګواښ کړی دی. اوباما ويلي: «زه فکر کوم چي په دې کي هيڅ شک نسته چي موږ بايد غبرګون وښيو، کله چي يو بهرنی حکومت زموږ د ټاکنو پر خپلواکمنۍ باندي د بريد هڅه کوي.»

بارک اوباما د نیشنل پبلک رادیو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه عمل کوي، دده په وینا چې د امریکايي کمپیوټرو په هک کولو او د هلري کلنټن د ایملیونو په افشا کولو کې د روسي مشر ولادیمیر پوتین لاس و او ددې سبب په ټاکنو د ټرمپ بریالي کول وو.

یادې راډيو سره په مرکه کې اوباما وویل: « موږ به د دغه غبرګون وخت او ځای پخپله تعين کړو. د دغه کار يوه برخه به روښانه او په عامه محضر کي وي او يوه برخه به يې نه وي.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button