حلب نه د انقلابیانو او ملکي وګړو وروستي موټرې هم ووتلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی
په سوریه کې د حلب له کلابند ښاره د سوریې حکومت د مخالفو وسله والو انقلابیانو او ملکي وګړو وروستي موټرې هم ووتلې او د حلب ښار ټول د سوریې اسدي رژیم ته په لاس ورغی.
د حلب له ښاره د سوریې ازاد انقلابیان او ملکي وګړي په داسې حال کې ووتل، چې د واورو ورښت ډير زیات او هوا ډيره سړه وه.
د سوريې په حلب ښار کې له تیرو شپږو کلونو راهیسې جګړې پیل شوې وې، چې څلور کاله د سوریې د ازادو انقلابیانو په لاس کې و او اوس یو ځل بیا د اسدي شعیه رژیم ته په لاس ورغی.
د بشار الاسد پوځ او ورسره لبناني او ایراني شعیه ملیشو د حلب نیول د ځان لپاره یوه ستره بریا وبلله او دا یې د قربانیو لاسته راوړنه یاده کړه.
د حلب ازاد پوځ او انقلابیانو بیا د حلب سقوط د اسدي رژیم ناکامي بللې ده او ویلي یې دي دوی به بیرته راګرځي، د سوریې د انقلابیانو یوه ویاند احمدالخطاب ویلي، چې د حلب د سقوط نیټه به هیڅکله هیره نکړي.
په حلب ښار کې د سره صلیب ادارې ویلي دي، چې د حلب له ختیځه تر څلور زرو زیات وسله وال په شخصي او لاریو موټرو کې وتلي او خپلو خوندي سیمو ته رسیدلي دي.



