ټرمپ: امریکا باید خپلې اټومې وسلې پراخه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی
د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا متحده ایالات باید خپلې اټومې وسلې زیاتې او پیاوړې کړي.
امریکا اوسهال ۱۵۰۰ اټومي وسلې او ۵۰۰۰ اټومي سرګلولې لري.
ټرمپ ویلي، چې تر څو نور هیوادونه د ایټمي وسلو په هکله پوهیږي، د امریکا متحده ایالات باید خپلې اټومې وسلې زیاتې او پیاوړې کړي.
څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې روسیه د خپل اټومي ځواک ډيرولو ته اړتیا لري، خو روسیه بیا تر امریکا ډيرې اټومې وسلې لري.
همدارنګه د امریکا ولسمشر اوباما تر دې وړاند ویلي وو، چې د امریکا اټومي وسلې تر اړتیا ریاتې دي.
په ۱۹۷۰ز کال کې د اټومي وسلو د نه پراخولو تړون «NPT» رامنځ ته شو. یاد تړون تر اوسه پوري د ملگرو ملتو د ۱۹۳غړو هېوادونو له جملې څخه د ۱۸۹ هېوادونو پارلمانونو منلی دی.



