جاپان کې اور لګیدنې ۱۴۰ کورونه سوځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی
د جاپان د نیګاتا ولایت په یوه رسټورانټ کې اورلګیدنې نږدې ۱۴۰ کورونه سوځولي دي او د سختو بادونو له کبله د اور مړ کولو بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.
د فکس نیوز په وینا، د جاپان د نیګاتا ولایت په ایتوپیګاوا ښار کې د سمندري ساحل سره نږدې یوه چینايي رسټورانټ اور اخیستی چې د شدیدو بادونو له کبله اور د خلکو کورونو ته رسیدلی او لوی زیان یې پيښ کړی دی.
د سرچینې په وینا د جاپان دفاع وزارت د ایتو پیګاوا ښار اوسیدونکو ته په بیړني توګه د وتلو امر کړی دی او تر اوسه په سلګونو تنه له یاد ښاره وتلي دي.
په رسنیو کې نشر شویو انځورونو او ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې اور د خلکو په کورونو بل دی او د اور لوګیو د سیمې اسمان پوښلی دی.
ځايي پولیسو د زیاتو کورونو د سوځیدو او د اور د زیاتیدو له امله له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې، تر څو دغې سیمې ته ژر تر ژره پوځیان ورواستوي.
سیمې ته په سلګونو د اور اطفايې او ژغورونکي ټيمونه رسیدلي دي.
یاده ساحلي سیمه د جاپان د مرکزي ښار توکیو څخه ۲۵۰ کیلومتره لرې پروت دی.
یادې سرچینې ویلي، چې تر اوسه پورې دوه تنه ټپيان شوي دي، چې یوه یې میرمن ده، ددوی په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.



