کرزی: ډيورنډ فرضي کرښه ده، افغانانو د رسمي پولې په توګه نه ده منلې

(کابل ټکی کام۱۳۹۵ مرغومی ۴) الماس خدرخیل
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرته ډيورنډ لانجمنه کرښه يوه فرضه کرښه ده او افغانانو هيڅ وخت د رسمي پولې په توګه نه ده منلې.
د هغه په وينا پاکستان حکومت دې هم په دې برخه کې د افغانانو دغه انساني حق ته درناوی وکړي.
ښاغلي کرزي وویل د دغه کرښې په اړه به د دواړو خواوو ولسونه پرېکړه کوي نه حکومتونه.
ښاغلي کرزي همدا راز په دغه غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د تلونکو اوبو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان حق ته درناوی وکړي او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ دې د افغانستان له اوبو استفاده وکړي.
ښاغلي کرزي د خپل حکومت پر وخت هم د ډیورنډ کرښې په اړه توندې څرګندونې کړې دي او هغه یې غیر رسمي پوله بللې ده.
بايد وويل شي، چې څو مياشتې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ډابنز وويل، چې ډېورنډ کرښه باید په نړیواله سطحه د یوې رسمې پولې په توګه وپېژندل شي.
تر دې وړاندې د ولسمشر غني د واک په لومړیو کې د دې کرښې د رسمیت پېژندلو خبرونه خپاره شول.
د سیاسي شنونکو په باور د بهرنیانو دا ډول څرګندونې د عامه ذهنیت اړولو هڅه ده، تر څو د افغان دولت له لوري دا غږ راپورته او په مقابل کې يې څوک غږ اوچت نه کړي.
د يادونې ده، چې پاکستاني ځواکونه دم ګړۍ هم تر ډېورنډ لسګونه کيلومتره په افغان خاوره کې پوځي تاسیسات لري او ان هوايي عملیات هم ترسره کوي.



