ترکیې دفاع وزیر: د ترکيې ۳ عسکر د داعش سره بندیان دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۴) زرغون خوږیاڼی

د ترکیې د دفاع وزیر فکري ایشیک ددغه هیواد د ۳ تنو عسکرو د داعش سره د بندي کیدلو خبر ورکړی.

فکري ایشیک په داسې حال کې د درې ترکي عسکرو د داعش جنګیالیو لخوا د نیول کیدو خبر ورکړی ، چې تیره ورځ د داعش لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې وښودل شول چې د ترکیې ۳ تنه عسکر یې ژوندي وسوځول.

د ترکیې رسنیو کې ادعاوې شوي، چې په دې وروستیو کې د سوریې په الباب ښار کې د ترکیې د پلي پوځونو دوه قرارګاوې، ټانګونه، پوځي بلدوزرونه او ځينې ترکي عسکر د داعش لاسته ورغلي چې هغوی یې ويډویو ګانې هم نشر کړي دي.

د ترکیې دفاع وزیر ایشیک بیا ددغه بیانونو په غبرګون کې ویلي، چې یواځې درې ترکي عسکر د داعش لخوا ژوندي نیول شوي دي او په دې اړه نور خبرونه د اعتبار وړ نه دی.

د ایشیک په وینا، ترکیې په سوریې کې «فرات ډال» په نامه عملیات پیل کړي، چې دغلته د ترکيې د پولو په اوږدو کې د داعش، پی کاکا او کردي ډلې وځپي او خپلې سرحدي پولي په امن کې کړي، د نوموړي په وینا ترکیه غواړي د سوريې خلکو ته د ان ناکه ژوند زمینه برابره کړي.

تیره ورځ د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردغان په ازمیر ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د الباب ښار د پاکولو په موخه د ترکیې د اردو او د سوريې د ازادو انقلابیانو لخوا تر اوسه پورې دغلته نږدې زر داعشیان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button