په سوریه کې د روسیې د دفاع وزارت یوه الوتکه نادرکه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې ددغه وزارت اړوند یوه الوتکه چې ۸۰ پوځیان پکې سپاره وو، په سوریه کې نادرکه شوې ده.
د روسیې د انټر فاکس خبري اژانس په وینا ، د روسیې د دفاع وزارت اړوند ( TU 154) ډوله الوتکه چې د تورې بحیرې څخه یې د سوریې لاذقیه ښار ته سفر کولو، له رادار سره اړیکه پرې شوې او نادرکه شوې ده.
د الجزیرې په وینا، ر وسي پوځي الوتکه چې د سوچي ښار څخه د سوریې لاذقیه ښار ته روانه وه، له رادار سره یې اړیکه پرې شوې، په الوتکه کې ۹۰ تنه سپاره وو، چې ۸۰ تنه یې روسي پوځیان او ۱۰ تنه د الوتکې عمله پکې شامل دي.
یوې بلې سرچینې ویلي، چې په الوتکه کې ۱۰۰ تنه سپاره وو.
د روسیې«Tu-154» ډوله اولوتکه د روسیې خپله جوړه شوې لویه اولوتکه ده، چې درې انجنه لري.
د الجزیرې خبریال له مسکو نه ویلي، چې د یادې پوځي الوتکې له الوتنې ۲۰ منټه وروسته له رادار سره اړیکه پرې شوې ده.
د یادې سرچینې په راپور کې ویل شوي، چې په الوتکه کې روسي خبریالان، روسي پوځيان، د مشهور الکساندر غړي او د روسیې د وسله والو ځواکونو چارواکي شامل وو.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې نادرکه شوې الوتکه کې د مشهور سندرغاړي الکساندر غړي هم وو چې غوښتل یې د سوریې په لاذقیه ښار کې روسي پوځیانو ته یو کنسرت تسره کړي.
په سوریه کې د هوايي چلند واحدونو د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل کړي دي، تر څو د الوتکې دغورځیدو اویا نادرکه کیدو په اړه معلومات ترلاسه کړي.



