ازادو رسنيو د ملاتړ اداره وايي ۲۰۱۶ د افغان خبريالانو لپاره خونړی کال و

(الماس خدرخیل ۱۳۹۵مرغومی ۵) الماس خدرخیل
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړه اداره «نی» وايي، چې ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د يادې ادارې اجرائيوي رئیس مجيب الله خلوتګر ازادۍ راډيو ته وويل، چې په ۲۰۱۶م میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي پېښې د تېرو کلونو په پرتله زیاتې شوې دي.
د نوموړي په باور په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي ۴۲۰ قضیې ثبت شوې دي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژلو ۱۴ پېښې پکې شاملې دي.
هغه همداراز وويل، چې : “له بده مرغه ۲۰۱۶م میلادي کال، چې په وروستیو اونیو کې یې یو، په وروستیو ۱۵ کلونو کې د افغان خبریالانو لپاره خطرناک او خونړی کال و.”
که څه هم د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د وضعیت د خرابوالي او د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات کړي دي.
بل پلو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي د پېښو ډېرېدو ته په کتو سره وايي، چې حکومت د خبریالانو د وضعیت د ښه کولو لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي.
په افغانستان کې د جنګونو او جګړو له امله ډیری وخت خبريالان هدف ګرزي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.



