(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) الماس خدرخیل
داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ګنې وسلوالو طالبانو د هلمند- کندهار ترمنځ د لويې لارې پر سر دوه پُلچکونه په ماین الوزولي او دغه لار یې د ترافیکي تګ راتګ لپاره له ستونزو سره مخ کړې ده.
خو بل پلو د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوه را استول شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هلمند- کندهار لاره يې د افغان امنيتي ځواکونو او نظامي اکمالاتو پر مخ تړلې ده.
دوی وايي، چې لويه لار يې د لښکرګاه د مرکز څخه تر وزيرو مانده پورې د امنيتي ځواکونو د هرقسم تحرکاتو او اکمالاتو پرمخ تړلې ده.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې ګنې پلچکونه دې د دوی له لوري تخريب شوي وي، خو زياتوي چې په لويه لاره پرتې پوستې د دوی د پلويانو له لوري محاصره شوي دي.
د دې لپاره چې په جګړه کې د مسافرينو موټرو ته زيان وا نه وړي، د خوشکاوۍ لاره يې ورته پرانستې ده.
په ورته وخت کې د هلمند ولایتي چارواکي هم پر دغه لار تازه امنیتي پېښې مني، خو وايي چې لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.
بل پلو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې امنیتي ادارې هڅه کوي ترڅو مسافرو ته د ډاډمن تګ راتګ لپاره په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضدد لټون عملیات پيل کړي.


















