(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی
د بحرین علماءو ویلي، چې د اسرائیلو سره مستقیمې یا غیر مستقیمې اړیکې جوړول په هر صورت محکومې او د اسلامي امت سره ستر خیانت دی.
د اللؤلؤة خبري اژانس په وینا، د بحرین هیواد علماءو په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ټینګار سره ویلي، چې مسلمان ولسونه باید د صهیوني رژیم او د دیکتاتوري نظامونو د مبتذلې توجیه څخه چې د اسلامي امت له ارادې څخه خارج دي، محتاط او څارونکی وي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د اسرائيلي صهیوني رژیم سره اړیکې جوړول یو خطرناک اقدام دی او هیڅکله به دښمنان او د عرب مسلمانانو د ځمکو اشغالوونکي په دوستۍ بدل نه شي.
د بحرین په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر فعالانو د بحرین د چارواکو او د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد سره د لیدنو کتنو انزورونه خپاره کړي، چې په بحرین کې یې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.
د موساد غړي د اسرائيلو د سوداګرۍ د غړیو په شکل سره بحرین ته تللي او دغلته یې ددغې هیواد له مشرانو سره کتلي دي، چې خلکو یې پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي.


















