ننګرهار د جامو کنډولو شرکت په کار پیل وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی

څو ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د جامو ګنډلو د یوه شرکت پرانسته وشوه، چې نن یې عملا د جامو ګنډولو په کار پیل وکړ.

 تیره ورځّ ددغه شرکت مسئول محمد محسن وویل، چې په دغه شرکت یې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده او په راتلونکي کې به دغه پانګونه لا هم زیاته کړي.

د محسن په وینا، اوسمهال یې په دغه شرکت کې نږدې دیرشو کسانو ته دکار کولو زمینه برابره کړې ده، دده په وینا په راتلونکي کې به د کاریګرو شمیر کې زیاتوالی راولي.

نوموړي له افغان چارواکو، ښوونځیو او پوهنتونونو له مشرانو وغوښتل چې د خپلو ادارو ځانګړي یونیفورم لپاره دغه شرکته مراجعه وکړي، تر څو یاد شرکت پراختیا ومومي او هم به په هیواد کې داخلي تولیداتو ته بازار مونده وشي.

د محسن په وینا ، دغه شرکت به خپلو هیواد والو ته د افغاني کلتور سره سم افغاني لباسونو او  د مختلفو ادارو ځانګړي یونیفورمونه بازار ته وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button