نتنیاهو د امنیت شورا د ۱۴ هیوادونو سفیران احضار کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی
د اسرائیلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړیو هیوادونو سفیران د امریکايي سفیر په شمول له دې امله احضار کړي، چې له هغوی څخه د واشنګټن د وروستي اسرائيل ضد پریکړه لیک په اړه پوښتنې وکړي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له لوري د غیرقانوني یهودي میشت ځایونو د جوړولو پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ.
د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو څخه يې ۱۴ هېوادونو د تائيد رايه ورکړه خو امريکا خپله رايه ونه کاروله. تر دې مخکې امريکا دغه ډول پريکړه ليکونه ويټو کړي دي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چي اسرائیل دې د بیت المقدس په ګډون په ټوله اشغال شوې سیمه کې د یهودي میشت ځایونو جوړول سم دستي او په بشپړه توګه ودروي.
د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو غړیو هیوادونو سفیران یې احضار کړي، چې د یادې پریکړه لیک ملاتړ یې کړی دی.
د اسرئيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امنیت شورا یاد پرکړه لیک د « اسرائيو پر ضد شرموونکې پریکړه» بللې ده، او په ټینګار سره وویل، چې اسرائیل به د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک و نه مني.
نتنیاهو د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د اسرائيلو او ملګرو ملتونو د اړیکو په اړه بیا کتنه وکړي او په اړه یې خپلې پریکړې لومړي وزیر ته وړاندې کړي.
نتنیاهو له خارجه وزارته دا هم وغوښتل چې د یهودي رژیم مرستې له ملګرو ملتونو سره او همدارنګه په اسرائيلو کې د امنیت شورا د سفیرانو په اړه بیا کتنه وکړي.
دغه پرېکړه ليک د مصر هېواد له لوري د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې شوی و، خو د امريکا د نوي منتخب ولسمشر ټرمپ په غوښتنه او د اسرائيلو د فشار له امله يې له وړاندې کولو څخه تېر شوی و.
له هغه وروسته د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو نیوزلنډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک بیا وړاندې کړ او په تصویب کې یې مهم رول درلود.



