فرانسې له تور لیسته د ګلبدین نوم له ایستلو سره مخالفت وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی
د فرانسې حکومت د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه د ویستلو سره مخالفت څرګند کړ.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په ۲۲مه نیټه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته د حکمتیار نوم له تور لیست څخه د لرې کولو غوښتنلیک لیږلی و.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي وو، پر حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک نن د دوشنبې«لیندۍ ۲۲مه» په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی دی.
تر اوسه فرانسوي چارواکو د ګلبدین نوم له تور لیست څخه د ویستلو سره د مخالفت سبب په رسمي توګه نه دی په ډاګه کړی؛ خو د معلوماتو له مخې ویل کیږي چې فرانسوي چارواکي غواړي، چې ګلبدین باید په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو پر وړاندې د جګړې کولو رسمي بخښنه وغواړي.
یو بل لامل یې هم په ډاګه شوی، چې ویل کیږي د فرانسې حکومت له شورای نظار سره له پخوا راهیسې نږدې اړیکې لري، چې امکان لري د فرانسې دغه موقف به په همدې اساس صورت نیولی وي.
د ګلبدین حکمتیار او افغان ولسمشر اشرف غني تر منځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیکولو مخکې ګلبدین په پریکړه لیک کې غوښتي وو، چې د سولې په بهیر کې باید د بهرنیو پوځونو د ویستلو نیټه معلومه شي، چې وروسته له دغې غوښتنې تیر او پریکړه یې لاسلیک کړ.
اوس فرانسه غواړي چې ګلبدین د هغو جګړو بخښنه وغواړي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو پوځونو پر وړاندې کړي دي.
حزب اسلامي تر اوسه د افغانستان په حکومت کې رسما د یوه سیاسي حزب په توګه نه دی راجستر شوی .
تر دې وړاندې په کابل کې مدني فعالانو او په افغانستان کې د ښځو د حقونو مشرې سیما ثمر هم ویلي وو، چې ګلبدین حکمتیار باید د افغانستان له خلکو څخه د کړیو جنایتونو بخښنه وغواړي.



