نورستان: طالبانو ۵ کيلو متره سرک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاره

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) الماس خدرخیل
طالبان وايي د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې يې د سيمې د خلکو د مشکلاتو او ستونزو د حل په موخه ۵ پنځه کيلو متره سړک جوړ او ګټې اخستنې ته وسپاره.
دغه سړک چې د يادې ولسوالۍ اړوند د ګوهرديش له سيمې څخه تر منډګل سيمې پورې غزيدلی، چې د سختو کګليچونو څخه تېر شوی دی.
د سيمې خلک وايي، چې تر دې مخکې دلته کوم سړک نه و او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وه، چې اوس به د ولسي خلکو مشکلات حل او کولی شي هر ډول لوی او واړه موټر پرې تګ راتګ وکړي.
بايد وويل شي، چې وسلوالو طالبانو مخکې هم د دې ولسوالۍ په وانت وايګل ولسوالۍ کې ۱۴ کيلو متره سړک د خلکو او موټرو د تګ راتګ لپاره جوړ کړی و.
طالبانو د عام المنفعه ځايونو د جوړولو او د خلکو د مشکلاتو لپاره يو کميسیون جوړ کړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سړک جوړونې او مکتب جوړونې چارې پر مخ وړي.



