(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
په ننګرهار ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو په یونیفورم کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، چې دوه تنه انسان تښتوونکي چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي.
ویاند زیاته کړه، چې نیول شوي انسان تښتوونکي یو عطاالله او بل ناصر نومېږي، چې یو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ او بل يې د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د ویاند په وینا ، یادو کسانو د بهسودو په تعمیراتو سیمه کې چیک پوائنټ جوړ کړی و چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و او ورسره د ملي امنیت رینجر ډوله هایلکس موټر هم شتون لرلو، چې د یو تجار د تښتولو پلان یې درلود.
نیول شویو کسانو سره یو میل کلاشینکوف او یو د ملي امنیت رینجر ډوله هایلکس موټر هم نیول شوي دي.
خوږیاڼي وايي چې نیول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي يې دي، چې تر دې وړاندې يې هم د پوليسو د یونیفورم په ګټې اخیستنې بېلا بېل جرمونه سر ته رسولي دي.
همداراز ملي امنیت ویلي، چې په چپرهار ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې یو تن هم نیولی دی، چې عبداواجد نومیږي او د معاذ په نوم یې تخریبې کړنې ترسره کولې.
د یادونې وړ ده، چې مرغومي په ۶مه نیټه د ملي امنیت ریاست له لوري په کابل ښار کې د پولیسو په یونیفورم کې د وسله والو غلو یوه ۵ کسیزه ډله نیول شوې وه، چې د ملي امنیت، پولیسو او څارنوالۍ له نامه یې په ګټې اخیستو سره په کابل ښار کې وسله والې غلاوې کولې.
دا چې په لویو ښارونو کې وسله وال غله د پولیسو په یونیفورم او رینجر موټرو سمبال شوي، له نیول کیدو وروسته نه په ډاګه کیږي چې وسله وال غله د پولیسو رینجر موټر له کومه کوي.؟















