د پاکستان د پوځ مشر افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه تیره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله او لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم سره د افغان سولې په اړه  تلیفوني خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر د وینا له مخې ،ددغه هیواد د پوځ نوي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته د نوي عیسوي کال ۲۰۱۷ مبارکي هم ورکړې ده.

قمر جاوید له افغان چارواکو سره په خبرو کې له خپل اړخه په افغانستان کې د سولې لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه او هغوی ته یې د خپلې مرستې ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ نوي مشر افغان مشرانو سره پداسې مهال تیلیفوني اړیکې نیولي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې یو څه ترنګلې شوي دي.

په خبرو کې افغان جمهور رئيس اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر باجوه ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

قمر جاوید باجوه په خپلو خبرو کې ویلي، چې په دواړو هیوادونو کې امن او سوله راوستل د ټولې سیمې په ګټه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button