پاکستان خپل بې ویزې اتباع له افغانستان وویستل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
پاکستاني رسنیو ویلي، چې پاکستان له افغانستانه خپل بې ویزې اتباع ویستلي او دغې هیواد ته یې د پاسپورت او ویزې لګول اړین بللي دي.
د پاکستان نوای وقت ویلي، چې په سلګونو هغه پاکستاني اتباع چې په افغانستان کې یې کاروبار کولو د پاسپورت جوړولو لپاره له افغانستانه وتلي دي او پاکستان ته د پاسپورت او ویزې اخیستلو لپاره تللي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي چارواکو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و، چې د نوي زیږديز کال د جنوري له میاشتې وروسته به افغانستان ته له پاسپورت او ویزې پرته سفر نه کوئ. د یادې سرچینې په وینا، که پاکستاني وګړي د راتلونکي جنوري میاشتې وروسته بې له سفري اسنادو افغانستان ته ولاړ، نو پرضد به یې قانوني کاروایي کوي او له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
خو د افغانستان د قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال رسنیو ته ویلي وو، چې د قبایلو په تړاو افغانستان خپل پخوانی سیاست پرمخ بیایي او هغوی له پولې اوښتو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري، د نوې پرېکړې په اړه د پاکستان حکومت خپل کار دی.
تر دې وړاندې پاکستاني حکومت پر افغانانو له ویزې پرته پاکستان ته پر داخلیدو بندیز لګولی و، چې د پاکستان دغه پریکړې د دواړو خواو قبایلي مشرانو او وګړو غندلې وې او ویلي یې وو، چې دوی د پولي دواړو غاړو ته خپلوان، کاروبار او تګ راتګ لري چې دغه پریکړې یې په ورځيني ژوند کې ستونزې زیږوي.



