د اسامه زوی حمزه بن لادن د امريکا په تور لست کې شامل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۷) الماس خدرخیل

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لاندن د امريکا د ترورزم په تور لست کې شامل شو.

تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو او خزانې وزارتونو  له لوري نوموړی يو نړيوال تروريست اعلان شو.

حمزه بن لادن چې شاوخوا پنځه ويشت کاله عمر لري، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د القاعده شبکې فعال غړی او مشر نومول شوی.

پر حمزه بن لادن د امریکا له لوري قانوني او مالي بندیزونه لګیږي، هغه امریکايي اتباع چې د نوموړي سره په راتلونکي کې مالي کومک وکړي، یا اړیکې ورسره وپالي، د تروریزم د ملاتړ تور به ورباندي لګیږي.

په هغه غږیز پیغام کې چې تیر کال په جولای میاشت کې د القاعده ډلې له‎خوا خپور شو، حمزه بن لادن امریکا ته د خپل پلار د وژلو له کبله د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی او زياته کړې يې ده، چې «مونږ ټول اسامه یو» او ویلي و چې د القاعده ډله به امریکایان په خپل هیواد او بهر نورو هیوادونو کې په نښه کړي، ځکه چې په فلسطین، افغانستان، شام، عراق، یمن ، صومالیه او نورو اسلامي هیوادونو کې یې پر مسلمانانو ظلمونه کړي دي.

هغه همداراز د خپل پلار د انتقام اخيستلو په موخه په پيغام کې ويلي و چې : “تاسو څه فکر کوئ، په ابېټ اباد کې چې مو کوم جرم وکړ هغه به همداسي بې انتقامه پاته شي؟، که داسي فکر کوئ نو ګمان مو غلط دی”.

ويل کېږي، چې نوموړی د همدې غږیږيز پغام له نشر وروسته د امريکايانو په تور ليست کې شامل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button