هلمند: د ګرمسير امنيه قومندان د نشه يې توکو د قاچاق په تور نيول شوی

(کابل ټکی کام ۳۱۹۵ مرغومی ۱۷) الماس خدرخیل

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قومندان سرڅارمن غلام علي شاکر تېره ورځ د نشه يې توکو د قاچاق په تور نيول شوی دی.

د امنيه قومندانۍ يوې سرچينې ويلي، چې نوموړی تېره ورځ له نيولو وروسته د لښکرګاه ښار ته د تحقيق لپاره وړل شوی دی.

پر نوموړی باندې تور دی، چې د نشه توکو پر قاچاق کې لاس لري او په ياده ولسوالۍ کې قاچاقبرانو ته د تګ راتګ لارې برابروي.

د هلمند ګرمسير ولسوالۍ د دغه ولايت په جنوب کې پرته ولسوالي ده، چې د پاکستان او ايران سره ګډه پوله لري او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي يې ډیری له همدې لارې د نشه يي توکو په قاچاق کې استفاده کوي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړويوه ډله بهرنیان د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړل او ويلي يې و، چې امریکا او برېتانیا د افغانستان د نشه يي توکو له درکه ډېره ګټه ترلاسه کوي.

د نښو نښانو له مخه لوړپوړي دولتي چارواکي د نشيي توکيو په کر او قاچاق کې ښکېل دي. دا په داسې حال کې ده،چې په ځینو ځایونو کې نشه يي توکو قاچاق په حکومتي موټر او د حکومتي کسانو له خوا تر سره کېږي.

افغانستان د نړۍ په سلو کې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي چې د هلمند ولايت د کوکنارو ونډه په کې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button