په راتلونکي کال کې به د غور ولایت درې ولسوالۍ د سلما بند له برېښنا څخه ګټه واخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) صابر خپلواک
تمه ده چې په راتلونکي کال کې به د غور ولایت د تولک، شهرک او ساغر ولسوالۍ د سلما بند له تولیدي برېښنا څخه ګټه واخلي.
غور ته ددغه بند د برېښنا د مزو غزولو کار پیل شوی دی او دوام لري.
دکرنیزو چارو پوهان وړاندوینه کوي، چې په راتلونکي کال کې به د تولک، شهرک او ساغر ولسوالۍ د سلما بند له تولیدي برېښنا څخه ګټه واخلي .
د سلما بند له جوړولو وروسته د افغانستان په لویدیځ کې د کرنیزو چارو کاروبار د ښه کېدو او د برېښا د تولید هیلې زیاتې شوې دي .
دغه بند د سلګونو زره جریبه ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید کولو ظرفیت لري.



