امریکا بیا هلمند ته ۳۰۰ سمندري ځواکونه لیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) عبدالهادي همت
لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي وايي، د امریکا سمندري ځواک به د پوځي سلاکارانو یوه ضربتي قوه په راتلونکي پسرلي کې هلمند ته واستوي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ۳۰۰ تنه به د افغانستان د ملی اردو د اتل ۲۱۵ قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ زون ځواکونو ته مشورې ورکړي.
دا سمندري ځواکونه به د لشکرګاه په کمپ کې دېره شي خو ورسره په یو وخت به په نورو اډو کې هم مېشت وي.
واشنګټن پوسټ د جمعې په ورځ د سمندري ځواکونو د افسرانو په قول و ویل چې ممکن دا پوځیان په هلمند کې له جګړې سره مخامخ شي.
برید جنرال روجر بي ټونر وویل«موږدا یو خورا خطرناک ماموریت ګڼو پکار ده چې زموږ پوځیان مخکې تر مخکې د دې ماموریت لپاره پوره تریننګ وکړي.»
باید وویل شي، چې تر ۲۰۱۴ پورې په هلمند کې شاوخوا ۲۵ زره بریتانیايي او امریکايي پوځیان مېشت ول او له سختو جګړو سره مخ و.



