طالبانو په ارغنداب او بهارک ولسوالۍ بريدونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۰) الماس خدرخېل
وسلوالو طالبانو تېره ورځ د بدخشان ولايت بهارک ولسوالۍ اړوند په دفاعي پوستو بريدونه وکړل.
په همدې اړه د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې بريدونو تر ماښام پورې دوام درلود.
د خبر پر بنسټ په دې نښته کې څلور تنه سيمه ييز اربکيان وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
طالبانو ويلي، چې دا مهال د دوی وسلوال د ولسوالۍ پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د ژمي په موسم کې به هم خپل بريدونه جاري ساتي.
بل پلو د زابل ولايت نه يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د دغه ولايت ارغنداب ولسوالۍ په يو شمیر امنيتي پوستو طالبانو بريدونه کړي چې افغان ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچينې په وينا په دې بريدونو کې څلور تنه سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د زابل د والي وياند اسلام ګل وايي، چې په سيمه کې نښتې شوي خو زياتوي چې وسلوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبان وايي، چې بريدونه د دوی پلويانو له لوري شوي چې شاوخوا يو ساعت پورې روان و.
طالبانو په رالېږلې خبر کې ويلي: (په پایله کې یې دپولیسو پوسته ( دبادام پوسته) په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت ۵تنه ګوډاګي پولیس ځای پرځای قتل شول او ۳ تنه یې په ژوبل حالت کې په تېښته ولاړل،همداراز په دوهمه پوسته کې ۲تنه ګوډاګی عسکر هم قتل شوي)
ويل کېږي، چې طالبان په زابل کې ډېر نفوس لري او غواړي چې د دغه ولايت د ولسواليو مرکزي ودانيو ته هم سقوط ورکړي.



