امريکا: ډونلډ ټرمپ په انتخاباتو کې د روسیې مداخله ومنله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۰) صابر خپلواک
ایلنا خبري آژانس د رویټر نه په نقل سره د ډونلډ ټرمپ د دفتر رئیس وایي، چې ټرمپ د امريکا متحده ايالاتو په انتخاباتو کې د روسیې مداخله ومنله.
د نوموړي په وينا منتخب ولسمشر ټرمپ به خپل مناسب عکس العمل تر هغه وروسته ښکاره کړي، چې کله په سپینه ماڼۍ کې د واک په ګدۍ کښیني.
د امریکا ډېری اطلاعاتي ادارې د دې نيوکه کوي، چې روسیې د دموکرات ګوند د مرکزونو په هک کولو سره د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.
بارک اوباما په همدې تړاو د روسیې پنځه دېرش دیپلو ماتان د اعتراض په توګه له امریکا څخه څو ورځې وړاندې ویستل.
تر دې مخکې د ډيموکراټانو نوماندې هيلري کلنټن ويلي و، چې د دې د ماتې تر شا د روسيې لاس دی او زياته کړې يې وه، چې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين له دې سره مخالفت لري؛ ځکه دې پنځه کاله وړاندې د روسيې پارلماني ټاکنو کې د درغلۍ خبره کړې وه او پوټين ورته هغه کرکه تراوسه په زړه کې ساتلې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې د مخه د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي و، که امريکا سره د دغو تورونو او لاسوهنې دليل وي وړاندې دې کړي او يا دې هم پټه خوله شي.
تېره مياشت د سي ای اې مشر جان برينن ويلي و، چې روسيې تر خپل توانه هڅه کړې چې د عامو امريکايانو ذهن د هيلري کلنټن پر ځای د ډونلډ ټرمپ د بريا پر لور وګرځوي، خو ډونلډ ټرمپ دغه څرگندونې رد کړې وې او دا يې يواځې سياسي ناکامې هڅې بللي او زياته کړې يې وه چې د سپينې ماڼۍ وياند «ليونی دی»، چې داسې څرگندونې کوي.



