(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵، مرغومی۲۴) عزیر اسدخیل
د هرات پوهنتون چارواکو د پوهنتون پر ښځینه محصلینو او انجونو د شرعي پردې مراعتول لازم کړي او وایې چي بې حجابه نجونو ته به پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي.
دوی وایې چي، که څه هم د نړی پوهنتونونه له فکري، اخلاقي، علمي او تاریخي پلوه ټولنه بدلوي خو هر څه باید د شریعت په چوکاټ کي ترسره شي.
که څه هم دا بندیز په بې پردګۍ د اعتراضاتو پر بنیاد لګیدلی او محصلین یې ستایي خو یو شمیر محصلین بیا دا قدام غندي او مخالفت یې کوي او وایې چي پوهنتون له نورو لویو مسائلو سره مخ دی چي باید ورته د دې پر ځای پاملرنه وشي.
د پوهنتون علمي مرستیال حسن فرید بیا وایي چي بې پردګي ورته په هیڅ صورت د منلو نه ده او بې پردې نجوني به ټولګیو ته پرې نه ښودل شي.
د هرات دیني عالمانو هم د دې بندیز ملاتړ کړي او وایې چي ځوانان د ډموکراسۍ په ناوړه ګټه اخستو او د غرب په ملاتړ به په ناخبره توګه یوه داسي ټولنه را منځ ته کړي چي اسلامي ارزښتونه به پکښې تر پښو لاندې وي.


















