جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

هېواد په خيالي پوليسو نه ساتل کيږي!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 13, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 د روان میلادي کال په سر کې یوشمیر امریکایي سناتورانو د امریکا نوي منتخب جمهور رئیس ټرمپ  ته په اشارو سره وویل چې نور د افغانستان په جګړه کې نه پوځونه ووژني او نه مالي لګښتونه وکړي ځکه په ملیاردونه ډالر افغانستان سره دملکي او نظامی پرمختګونولپاره مرسته وشوه خو پایلې ېې هیڅ شوې، نه افغانستان د اقتصادله پلوه په خپلو پښود ودرید او نه افغان امنیتی ځواکونو دخپل هېواد دساتلو توان ترلاسه کړ.

افغان ځواکونو د مخه هم  د خپل هېواد دساتلو توان نه درلود که ېې درلودای تیرکال به په کندزکې امریکایي پوځونو ولسي وګړي نه وژل، په روانه اونۍ کې امریکایي پوځونوپه کندز کې په خپلو جرمونو اعتراف وکړ او ویې ویل چي د تېر کال په نومبر میاشت کې یې د کندوز په بز کندهاري سیمه کې ۳۳ ملکي کسان وژلي او ۲۷ نور یې ټپيان کړي دي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دافغان امنیتي ځواکونو دناتوانۍ له امله چې د خپل هیواد او اولس ساتنه نه شي کولای بهرنیوځواکونو په سلګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل خو دا لومړی ځل دی چي په هېواد کې ميشت امريکايي ځواکونه په دومره لوړ شمېر د ملکي وګړو د وژلو پړه مني.

دفاع او دکورنیوچارو وزارتونه خو تل ټټر وهي چې امنیتي ځواکونه مو دهېواد ساتنې توان لري خو تیره ورځ په ولسي جرګه کې یوشمیر وکیلانو پرحکومت نیوکه وکړه  ویې ویل:

داسې ښکاري چې په وروستيو بریدونو کې ځينې امنیتي چارواکي لاس لري. حکومت لا د خیالي پوځونو د اعتراضونو نه نه دی خلاص چې اوس پرې په وروستیو بریدونوکې دحکومتي یوشمیر چارواکو د لاس لرلو نیوکه هم وشوه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی مفتش وايي: د افغانستان امنیتي ځواکونه تر اوسه ددې توان نه لري چې د خپل هیواد امنیت په بشپړه توګه وساتي .

تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په اړه په افغانستان کې دسیګارپه نامه  یوه بنسټ چې دافغانستان دبیارغونې څارنه کوي یوراپور خپورکړ  وايي: امنیتي ځواکونه ‎ تراوسه نه دي توانیدلي چې د ټول هېواد امنیت وساتي له همدې کبله یې ځینې سیمې له لاسه ورکړي دي .

پرافغان امنیتي ځواکونو چې کله هم د هیواد د امن  د نه ساتلو راپورخپور کړل شي دفاع وزارت وایی افغان ځواکونه په بشپړتوګه نه دي تجهیز شوي وایې دا ستونزې به په راتلونکی کې حل کړل شي چې د۱۵کالوپه پوره کیدو سره دامنیتي ځواکونو دتجهیز ستونزې هوارې نه کړل شوې.

تر څوچې په افغانستان کې خیالي پوځونه په لست کې شامل وي  او هم د خپل هیواد دفاع خپل امنیتي پوځونه ونه کړي نورپرې  امریکا باورنه کوي ځکه  امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ۶۴ میلیارډه ډالر د افغانستان اردو، پولیسو او هوايي ځواک سره مرسته کړې چې په دې کې دتیر ۲۰۱۶ میلادي کال نږدی درې نیم میلیارد ډالره هم شامل دي.

په هېواد کې دامنیت دساتلو په اړه  سیګار په خپل راپور کې د امریکا د دفاع د وزارت له قوله دا هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه  کولای شي چې یوازی د لویو مرکزونو او د ګڼ مېشتو ښارونو امنیت وساتي دلرې پرتوسیمو او ولسوالیو امنیت نه شی ساتلای او زیات شمیر سیمې دهمدې ستونزې له امله د دوې له لاسه ووتې چې اوس پرې طالبان کنترول لري.

دا درېم کال دې چې سیګارپه خپل راپور کې وایي  د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې لسګونه زره خیالي سرتیري موجود دي خو اصلاحات یې لانه دي شوي.

په کابل ، کندهار او هلمند کې هم مهال درې مرګونې پیښې خپله دا ثابته وي چې دکورنیواودفاع وزارتونه د امن دساتلو توان نه لري ، د وړمې ورځې هم مهاله مرګونوپیښو وروسته اشرف غني دپیښوسیموته د تخنیکي ټیم په نامه د ملي امنیت دسلاکارحنیف اتمر په مشرۍ یوپلاوی ولیږه چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړ پوړي چارواکي هم پکې شامل دي دوې هیڅ نه شي کولای، یوازي دځایي پولیسو لخوا به دڅوبې ګناه کسانو د نیولو او د تیروکلونو په څیر یو سل پاڼیزه راپور اشرف غني ته وړاندې کړي، دڅیړنو لپاره به دا سل پاڼیزه معلوماتي راپور تربالښت لاندې کیښوول شي بیابه هم  د لسګونوزره خیالي پولیسواعاشه او اباطه روانه وي.

لوی ټکي: افغانستانامریکاامنیتپوليسخيالي پوليسسیګار
مخکینې مطلب

بې حجابه نجونو ته به پوهنتون ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شي. د هرات پوهنتون اداره

بل مطلب

خوږو ته خواږه ترخو ته تراخه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com