لیونی سپی (جیمز ماتیز)  وتوانید چې د امریکا نوی دفاع وزیر شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵ مرغومی۲۵) عزیر اسدخیل
د امریکا دفاع وزارت ته په لیوني سپي مشهور جنرال جیمز ماتیس د کانګرس ۲۶۸ موافقې رایې اخیستې دي. یادې رایې ده ته وړتیا ورکوي چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه د ټرمپ په کابینه کې کار وکړي. هغه چې وړمه ورځ د امریکا د دفاعي کمېسیون غړو ته ورغلی و، په دې بریالی شوی چې د ۲۶۸ غړو موافقې رایې او همدا راز د ۱۵۱ رد رایې وګټي. د راپور له مخې ماتیس به د امریکا دفاع وزیر په توګه خپل کار د ټرمپ په کابینه کې پیل کړي. هغه د جګړو پلوی دی، په افغانستان او عراق کې د جګړې اوږده تجربه لري او ښايي د افغانستان د روانې جګړې په اړه ځانګړی پلان ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button