دوه هندي ځوانان چې غوښتل یې د روان رېل مخې ته سېلفي وباسي، اورګاډي لاندې کړل

کابل ټکی کام ۲۹مرغومي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
هندي رسنیو لیکلي دي، چې په پلازمینه نوي ډيلي کې دوو هندي ځوانانو چې غوښتل یې د روان اور ګاډي مخې ته سېلفي وباسي، اورګاډي ووهل او د دوی ژوند یې واخیست.
راپورونه وايي، دوی تر ډېره حده پورې خپلې هڅې په کار واچوې، تر څو له پټلۍ ځانونه لرې کړي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه.
څه موده وړاندې په ګرجواله سیمه کې هم دوه زدکړیالې چې سېلفي یې اخیستله، له بامه را وغورځېدې او سختې ټپیانې شوې.
د یادولو ده، په تېرو درو کلونو کې یوازې په هند کې ۷۵ کسان د سېلفي انځورونو په اخیستلو سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.



