لوګر: له مردارو نه د جوړېدونکو غوړيو فابريکه وتړل شوه

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۹) عبدالهادي همت

د لوګر د والي وياند سليم صالح د پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د ملي امنيت ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د وزير اباد په سيمه کې د غير صحي غوړيو يوه فابريکه تړلې ده.

 ده زياته کړه: ((په دې فابريکه کې له مردارو غوښو او هډوکو څخه غوړي جوړېدل، بيا د بېلابېلو کمپنيو په پيپانو کې ځاى پر ځاى کېدل او بيا په پل علم او ولسواليو کې په خلکو خرڅېدل.))

د هغه په خبره، د ملي امنيت له لوري د دې فابريکې څلور غړي نيول شوي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.

شاوخوا يو کال وړاندې په هلمند ولايت کې هم د غوړيو يوه ورته فابريکه د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او وتړل شوه.

دغه راز د لوګر د والي وياند وويل، د ملي امنيت ځواکونو په پل علم کې دوه لارۍ بې کيفيته او تاريخ تېر درمل هم نيولي دي.

دى زياتوي: ((دغه درمل د پاکستان له ميرانشاه څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې انتقال کړي، خو په لوګر کې ملي امنيت نيولي دي.))

د صالح په وينا، د دې پېښې په تور د دواړو موټرو چلوونکي نيول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button