( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) صابر خپلواک)
سبا د جنورۍ په شلمه به د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ لوړه کوي د ولسمشرۍ چارې به رسما تر لاسه کوي او اوباما به سپینه ماڼۍ نوره پرېږدي.
د لوړې په غونډه کې له افغانستان څخه د ملي وحدت حکومت مشران نه دي وربلل شوي یوازې په واشنگټن کې افغان سفیر وربلل شوی دی. په واشنگټن کې افغان سفیر حمد الله محب په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان له لورې یوازې دی له خپلې مېرمنې سره دې غونډې ته وربلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو د مجلس یوه تجربه کاره غړي ویلي، چې د ټرمپ د انتقادي څرگندونو وروسته د کانگرس ٢٦ غړو ویلي دي چې د ټرمپ د لوړي په مراسمو کې گډون نه کوي.
افغان سفارت ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې په لیږل شوي دعوتنامه کې راغلي چې په غونډه کې د گډون یوازینی حق د افغان سفیر دی او بل څوک یې په ځای نه شي راتلای.
د ملي وحدت حکومت مشران کوښښ کوي چې له ټرامپ سره ښې اړیکې ولري او وکولی شي چې ترې مرستې تر لاسه کړي.
د ټرامپ له بریا وروسته ځینې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر غني د مېرمن هېلري کلنټن په ټاکنیز کمپاین کې د پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت لگښت کړی.
په ټاکنیز کمپاین کې ټرامپ او هېلري دواړو د افغانستان په اړه کومه څرگندونه نه وه کړې.


















