سرلیکنه
دادې یوځل بیا یخ ژمي کابل په سپینو واور وپوښه د تعلیمي اداروپه څیرد ولسي جرګې وکیلانو هم د جرګې تالارپریښود، د ولسي جرګې وکیلانوته دا ژمنۍ رخصتي د دې لپاره ورکول کیږي چې په نورو وختونو کې د خپلو موکیلنو سره په بسا وخت لیدل کتل نه شي کولای د ژمي په رخصتیوکې به د ولس ټولو ستونزوته د ولسي وګړوسره په مشوره دحل لاره ومومي.
په دې رخصتۍ کې یوبل هدف هم نغښتی دی اوهغه داچې د ولس او حکومت ترمنځ که د یوه کال په دوران کې څه بې باوري راپیداشوې وي وکیلان به د ولس او حکومت ترمنځ د پل کردار اداکړي.
هغه وزیران چې ولسي جرګې بې باوره کړي او صلاحیت ېې ورسلب کړی په شنه زور تراوسه پورې په خپلو دندو کارکوي حکومت ته نورې ستونزې هم ډیرې دي چارواکې ېې له خپلو خونو مېلمستونونو ته نه شي راوتلای دا بې صلاحیته وزیران به په خپله سپین سترګۍ سره حکومت د نورو ستونزوسره هم مخ کړي.
په یوه هېواکې به یو وزیر چې صلاحیت ترې په منفي رایو اخستل شوی وي په پخوانۍ دنده ونه لیدل شي اونه دا ډول بې صلاحیته کړل شوي بې کفایته وزیران د هېواد په ګټه تمامیږي .
دولسي جرګې لخوا بې صلاحیته کړل شوو وزیرانو موضوع سترې محکمې ته راجع شوې ده ستره محکمه ځان خپلواکه بولي خو د بې صلاحیته کړل شوو وزیرانو موضوع به ېې خپلواکي په بلواکۍ بدله کړي.
دولسي جرګې غړو ویلي که حکومت ورته د(۷) سلب صلاحیت شوو وزیرانو په ځای نور وزیران معرفي کړي تر شلو ورځو پورې به خپل کارته دوام ورکړي خوستره محکمه د دې ازمیښت څخه نه شي راوتلای ځکه ولسي جرګه د سلب صلاحیت شویو وزیرانو کار غير قانوني ګڼي. ژمنۍ رخصتي به یوشمیر وکیلانوته د دې زمینه برابره کړي څو نوروهیوادونوته سفرونه وکړي داهم کیدای شي چې یوشیرهغه وکیلان که ېې دمخه د هيواد پریښودو ته زړه ښه کړی وي د رخصتۍ څخه په استفادې سره خپل راتلونکی ژوند به له هیواده بهر غوره کړي، خو بې صلاحیته ګرځول شوي وزیران که ټول کابل کنګل شي خپله غیرقانوني دنده نه پریږدي.

















