کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) صابر خپلواک
امریکايي ژورنالیستانو په یو پرانیستي لیک کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې دوی به نور ددې ننداره ونه کړي چې د دوی نور ژورنالیست همکاران په خبري کنفرانسونو کې توهین او له پامه وغورځول شي.
د کولمبیا ژورنالیز ریوو – خپرونې ایډیټر او خپرونکي کیل پاپ په دې پرانیستي لیک کې ویلي، موږ اوس دا معلومه کړه چې ستا ( ټرمپ ) په اړه د راپور ورکولو د ننګونو په وړاندې به موږ تل د یو بل همکارۍ ته ودریږو. کله چې ته یو ژورنالیست په خبري کنفرانس کې له دې کبله چپ کړې او یا یې له پامه وغورځوې چې د هغه خبرې ستا نه دي خوښې، نو ته به د ژورنالیستانو له یو متحد غبرګون سره مخ شې. “
په دې لیک کې ویل شوي، موږ به پر هغو راپورونو چې معنی ولري په شریکه کار وکړو، او ډاډمنه به کړو چې نړۍ زموږ د همکارانو مهم راپورونه واوري.
دا لیک ډونالډ ټرمپ ته په شپږو میاشتو کې د هغه لومړني خبري کنفرانس څخه وروسته لیکل کیږي چې په کې یې د سي این این خبریال جیم اکوسټا ته د پوښتنې کولو وخت ورنه کړ، هغه یې سپین سترګی وباله او پر سي این این یې تور پورې کړ چې دده په اړه یې نا تایید شوي راپورونه خپاره کړي.
په دې پرانیستي لیک کې ښاغلي پاپ د رسنیو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او له ټرمپ یې غوښتي چې د امریکايي رسنیو سره دې د خپلې ادارې اړیکې روښانه کړي.
ښاغلي ټرمپ په تیرو څو میاشتو کې پرلپسې له بیلابیلو رسنیو سره ناندرۍ وهلي، او رسنۍ یې تورنې کړي چې دده په اړه په صداقت راپورونه نه خپروي. ټرمپ په یوې وروستۍ مرکې کې ویلي، د همدې کبله خو خپل ټویټر کاروي چې رسنۍ دده په وړاندې ريښتینې نه دي.
















