پاکستان پوځ وايي د لشکر جنګوي نوی مشر اصف چوتو يې وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د پاکستان پنجاب ایالت اړوند پوځي چارواکو ويلي، چې د لشکر جنګوي ډلې نوی مشر اصف چوتو يې په ډزو سره وژلی دی.

د دغه ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوموړی يې د پنجاب ایالت په ختيځ کې له خپلو درېوو نورو ملګرو سره وژلی دی.

ويل کېږي، چې اصف چوتو چې په (رضوان) مشهور و دا مهال يې د لشکر جنګوي ډلې مشري په غاړه لرله.

نوموړی د ترهګرۍ ضد امنيتي ځواکونو په خاصو عملياتو کې وژلی دی.

د دغې ډلې پخوانی مشر ملک اسحاق د ۲۰۱۵م کال په اوومه مياشت کې هم په ورته عملياتو کې د پنجاب ایالت په مظفر ګړ سيمه کې د پوليسو سره په مخامخ جنګ کې سره د ۱۴ نورو ملګرو يوځای ووژل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button